Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

كښې بے مثاله دے دغه شا په نُور كيدو كښې هم بےمثله او بےمثاله دے، په نوراني مخلوق [فرښتو] كښې هم څوك زمونږ د خوږ آقا، اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شان نشته.

    اے عاشِقانِ رسول! د سِدْرَةُ الْمُنْتَهٰـى نه بره حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يواځې تشريف يوړلو، مختلف مقامات به راتلل، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به تيريدلو، آخر سُلطانِ دوجهان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عرشِ اعظم ته تشريف يوړلو، په عرشِ اعظم د انوارو باران شروع شو. په مَوَاهِبُ اللَّدُنِيَه كښې دي: الله پاك چې كله عرشِ اعظم پيدا كړو نو په عرش باندې د الله پاك د جلال په وجه هَيبَت خور وو، عرش رپيدلو، بيا په دې باندې لَااِلٰـهَ اِلَّا الـلّٰـهُ اوليكلے شو، دې سره د عرش هَيبَت نور زيات شو، د عرشِ اعظم رپيدل نور تيز شو، بيا په دې باندې مُـحَـمَّـدٌ رَّسُـوْلُ الـلّٰـه اوليكلے شو، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نوم په بركت د عرشِ اعظم د ويرې هغه حالت ختم شو او عرشِ اعظم ته راحت نصيب شو. [1]

    د هٰغه وخت نه عرشِ اعظم ډير شوق لرلو چې د چا د نوم مبارك دومره بركت دے چې د هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د نوم ليكلو سره زما رپيدل ختم شو نو معلومه نه ده چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار عِزَّت به را ته كله نصيب كيږي. كله چې خوږ آقا، مالِكِ كون و مكان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عرشِ اعظم ته تشريف يوړلو نو د عرشِ اعظم


 

 



[1]...مواہب اللدنیہ، المقصدالخامس:الاسراءوالمعراج، جلد:2، صفحہ:388۔