Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

     كاش چې مونږه هم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو باندې د عمل كولو د پاره نن شپه دوه ركعته لمُونځ داسې هُم ادا كړو چې دا دواړه سورتونه (يعني سورۀ كافرون او سورۀ اِخلاص) پكښې اولولو. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! الله پاك به ډير اجر راكړي.

    بهرحال! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ته د لمَانځه اِمامت اوكړو، د هغې نه پس انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام په نمبر نمبر خطبے ارشاد اوفرمائيلې، حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام په خطبه کښې اوفرمائيل: اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِىْ اتَّخَذَنِی خَلِيْلًا ټول ثنا صفات الله پاك لره دي چا چې زه خپل خليل جوړ كړے يم. حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام خطبه کښې اوفرمائيل: اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِىْ كَلَّمَنِى تَكْلِيْمًا ټول ثنا صفات الله پاك لره دي چا چې ما ته د خپل كلام [يعنې خبرو کولو] شرف راكړو۔

     د حضرت داؤد عَلَيْهِ السَّلام نمبر راغلو نو اوئې فرمائيل: اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِىْ  خَوَّلَنِیْ مُلْكًا ټول ثنا صفات الله پاك لره دي چا چې ما ته بادشاهي را عطا كړه. دغسې به انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام تشريف راوړلو او خطبے به ئې وركولې، الله پاك چې په هغوئي کوم انعامات کړي وو د هغې انعاماتو ذِكر به ئې كولو او د الله پاك حمد و ثنا به ئې بيانوله، په آخره كښې زمونږ خوږ آقا، اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خطبه ارشاد اوفرمائيله، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك داسې حمد و ثنا بيان كړه: اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِىْ  أَرْسَلَنِىْ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِيْن  ټول ثنا صفات الله پاك لره دي چا چې زه د ټولو جهانونو د پاره رحمت را ليږلے يم. په دې خطبه كښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: وَجَعَلَ أُمَّتِىْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ، وَجَعَلَ أُمَّتِىْ أُمَّةً وَّسَطاً، وَجَعَلَ أُمَّتِىْ هُمُ الْأَوَّلُوْنَ وَهُمُ الْآخِرُوْنَ يعني ټول ثنا صفات الله