Book Name:Teen Psandida Sifat

حق تلفي اونشي ، څنګه چې مونږه کله د خپلې خوښې نوې او قيمتي جامے اغوستي وي او باران راباندې راشي او لاره هُم كچه وي ، او په لاره كښې خټې جوړې شي نو مونږه خپلې جامے راغونډې کړو او په هغه ځائے ډير په احتياط تيريږو چې چرته ښپه مو اونه خوَيِيږي ، جامے مو په خټو ګنده نه شي ، دغسې د ژوند په دې سفر كښې مونږ ته هر كار په احتياط او سوچ فِكر سره كول پكار دي ، د هر کار نه مخكښې ښه سوچ ااو فکر کول پکار دي چې چرته په دې كار كښې خو به د ګناه  انديښنه نه وي ، که دُكان جوړول وي ، که يو كاروبار شروع کول وي ، که په نوكرئ لګيدل وي ، که واده كول وي ، که په سفر تلل وي ، که څه اخستل يا خرڅول وي ، غرض هر يو كار كول وي نو پورا په احتياط سره او سوچ فکر سره او شرعي رهنمائي اخستلو سره هغه كار كول پکار دي د پاره د دې چې مونږه د ګناهونو نه پوره پوره بچ کيدلو کښې کامياب شو.

تقوٰى به څنګه نصيب شي؟

     اے عاشقانِ رسول! پاتې شوه دا خبره چې مونږ ته به تقوٰى څنګه حاصله شي؟ د دې د پاره عرض دے چې د تقوٰى اصل د ګناهونو نه ځان ساتل دي ، او د ګناهونو نه بچ كيدلو د پاره دوه څيزونه ضروري دي : اوَّل د ګناهونو معلومات [يعني چې کوم کار د ګناه دے ، کوم کار د ګناه نه دے] . دويم په زړه كښې د ګناهونو نه نفرت.

    كه بنده ته د ګناهونو معلومات نه وي نو ښكاره خبره ده چې هغه به د ګناهونو نه بچ نه شي. او كه د ګناهونو معلومات ورته وي خو په زړه كښې ئې د ګناهونو نفرت نه وي نو بيا هم د ګناهونو نه بچ كيدل ډير ګران دي.

    اوس سوال دا دے چې دا دواړه څيزونه به څنګه حاصل شي؟ د دې د پاره عرض دے چې د ګناهونو معلومات نن صبا په ډيره آسانئ سره حاصليدے شي ، مثلاً * هره