Book Name:Teen Psandida Sifat

په دې لاره کښې د ازغو جاخې دي ، يو طرف ته شيطان دے ، يو طرف ته نفس دے ، يوه طرف ته د دُنيا محبت دے ، بل طرف ته د مال محبت دے ، حَسَد ، بُغض ، كينه ، خواهشات وغيره په زرګاؤ ګناهونه او د ګناهونو زرګاؤ لارې دي ، دا ټول د ازغو جاخې دي ، مونږ ته د ژوند په دې سفر كښې خپل پاك روح او خپل زړه د دې ازغو د جاخو (يعنې ګناهونو) نه بچ كول او تيريدل دي ، بس د هُم دې څيز نوم تقوٰى دے.

د حضرت بايزيد بِسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقوٰى

      حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل په سفر وو ، په لاره كښې ئې په يو ځائے کښې قيام اوكړو ، مريدان هم ورسره وو ، حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل قيمص مبارك اُووِينځلو ، مريدانو عرض اوكړو : جناب! دا قميص چې په دې مخامخ ديوال خور كړے شي چې اوچ شي. اوئې فرمائيل : نه! دا چې د چا ديوال دے مونږ د هغوئي نه اجازت  نه دے اخستے. مريدانو عرض اوكړو : بيا د دې ونې په خاخ به ئې زوړند كړو؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو : د ونې په خاخونو باندې مرغئ كښيني ، مونږ د مرغو نه د هغوئي د ناستې ځايونه نه شو اخستے. مريدانو عرض اوكړو : جناب! بيا به مونږ دا قميص په وښو [ګيا] د پاسه خور کړو؟ هغوئي ارشاد اوفرمائيلو : نه ، واښه د ځناورو خوراك دے ، مونږه د هغوئي خوراك د هغوئي نه نه شو پټولے. آخر حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل قميص مبارك په خپله ملا واچولو او خپله ملا ئې لمَر طرف ته كړه ، تر دې پورې چې قميص اوچ شو. ([1])

     سُبْحٰنَ الله! دا ده تقوٰى....!!! چې مونږه په دې دُنيا كښې كوم كار هُم كوو نو پکار ده چې ډير په احتياط سره ، په سوچ او فِكر سره ئې اوكړو ، چې چرته را نه ګناه يا د چا


 

 



[1]...رسالہ قشیریہ ، تقویٰ کا بیان ، صفحہ : 221۔