Aulad ke 3 Huqooq Qist 02

Book Name:Aulad ke 3 Huqooq Qist 02

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د تيلو لګولو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا

بِسْمِ  اللّٰہ   الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم   ط

ترجمه: د الله پاک پۀ نوم سره شروع کوم چې ډير مهربانه رحمت والا دے۔

د مدينے سرکار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې بغير د بِسمِ الله وئيلو نه تيل ولګوي نو د هغۀ سره 70 شيطانان تيل لګوي۔ ([1])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه، سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (10): آيا غوږونه مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (11): آيا د فضول نظر نه پۀ بچ کيدو سره مو نظر ښکته ساتلے؟ (12): آيا 12 منټه مو د مکـتبة الـمدينه اِصلاحي کتاب لوستلے؟ (13): آيا د اذان او د اِقامت جواب مو ورکړے؟ (14): آيا د غصې علاج مو کړے؟


 

 



[1]... عمل الیوم ولیل ، باب تسمیۃ اذا دھن ، صفحہ:78، حدیث:175۔