Mahmanon Ke 3 Huqooq

Book Name:Mahmanon Ke 3 Huqooq

څوک چې پۀ الله او پۀ اخرت باندې کامِل ايمان لري، هغه دې د ميلمه اکرام کوي۔ ([1])

دويم حق: ميلمستيا کول

وضاحت: د ميلمنو قدر مدار کول ميلمستيا ده۔ کوربه له پکار دي چې د ميلمه قدر مدار کښې پخپله مشغول شي، د خادمانو وغيره پۀ ذمه دا کار نۀ پريږدي چې دا د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سُنَّت دي۔ ([2]) پۀ وړومبۍ ورځ دې د ميلمه د پاره د ښو ښو خوراکونو  انتظام وکړے شي، بيا پۀ دويمه ورځ چې څۀ پۀ اسانۍ سره ميلاؤيږي، د دريمې ورځو پورې ميلمستيا وي ([3]) د دې نه پس چې څۀ ميلمنو ته پيش کولے شي هغه صدقه ده۔ ([4])

دريم حق: د رخصتولو د پاره ورسره تر دروازې پورې تلل [يعنې بدرګه کول]

وضاحت: يعنې ميلمه دې پۀ اِحترام او عزت سره رُخصت کړے شي، د هغه پۀ سامانو پيک کولو او د هغه د سامان پۀ اوچتولو او تر سټيشن پورې پۀ رسولو کښې دې د هغه مدد وکړے شي، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: سُنَّت دا دي چې انسان د خپل ميلمه سره تر دروازې پورې لاړ شي۔ ([5])

دُهرائي

نن مونږه د ميلمستيا درې حقونه زده کړل ، پۀ ذِهن کښې يـې کښينوئ: (1): د ميلمه


 

 



[1]... بخاری ، كتا ب الادب ، باب اكرام الضىف ، صفحہ:1522، حديث:6135۔

[2]...  بہارِ شریعت ،جلد:3، حصہ:3، صفحہ:394۔

[3]... مرآۃ المناجیح ، جلد:6، صفحہ:52، ملخصًا۔

[4]... فیض القدیر ، جلد:4، صفحہ:342، تحت الحدیث :5236۔

[5]... ابن ماجہ ، كتاب الاطعمہ، باب الضیافۃ ، صفحہ:545، حدیث:3358۔