Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

زُلفې پريږدئ * کور ته تلل راتلل، کښيناستل پاڅيدل،ګرځيدل، سلام کول، خوراک څښاک، ټول د سُنَّتو مطابق کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو سعادت به مو نصيب کيږي، خپلو پيژندګلو، خپلو منونکو، دوستانو، خپلوانو وغيره ته په سُنَّتو باندې د عمل کولو ترغيب ورکوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ هر کور کښې به سُنَّت عام شي او که الله پاک وغوښتل نو ډير ثوابونه به مو نصيب شي۔ په حديث شريف کښې دي: مَنْ تَمَسَّکَ بِالْسُنَّۃِ دَخَلَ الْجَنَّۃَ چا چې زما سُنَّت مجبوطئ سره ونيول، هغه به جَنَّت ته داخليږي. ([1])

سنتیں عام کریں دین کا ہم کام کریں               نیک ہو جائیں مسلمان مدینے والے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که مونږه د عاشقانِ رسول سره پۀ قافلو کښې سفر کول خپل معمول جوړ کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د سُنَّتو د زده کولو به هم سعادت نصيب شي، پۀ هغې باندې به د عمل کولو جذبه به هم نصيب شي او ورسره ورسره به د سُنَّتو پيغام نورو ته د رسولو سعادت هم نصيب شي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي پۀ ديني ماحول کښې د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او د 12 مياشتو قافلې سفر کوي۔ تاسو هم خپل ذهن جوړ کړئ! کم از کم پۀ هره مياشت کښې خو د 3 ورځو په قافله کښې لازمي سفر کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير ثوابونه به مو نصيب شي۔

لوٹنے رحمتیں قافِلے میں  چلو                    سیکھنے سنتیں قافِلے میں چلو

چاہو گر بَرَکتیں قافِلے میں  چلو                   پاؤ گے عظمتیں قافِلے میں  چلو

بارہ مَہ کیلئے تیس دن کیلئے                       بارہ دن دے ہی دیں  قافِلے میں  چلو

سنّتیں  سیکھنے تین دن کیلئے                      ہر مہینے چلیں قافِلے میں  چلو


 

 



[1]...  کتاب الافراد للدارقطنی، جز:4، صفحہ:114، حدیث:52۔