Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

(ملازم يعنې Employ) حقونه څۀ دي؟ مُستَاجِر (Employer يعنې څوک چې ملازم ساتي پۀ هغۀ) باندې کومې کومې ذمه وارئ راځي؟ د دې احکام او مسئلې څۀ دي؟ پۀ معذرت سره۔۔۔!! خلق غټې غټې کارخانې چلوي، غټي غټې کمپنۍ چلوي، د کروړونو روپو کاروبار يـې وي خو دا خبرې ورته معلومې نۀ وي، دا مۀ ګڼۍ چې دا ډيرې د ژور عِلم خبرې عرض کووم، د کاروباري انسان د پاره دا بنيادي خبرې دي۔ دا وګڼئ چې څوک کاروبار کوي، وړوکے شان دکان چلوي يا د انټرنيشنل کمپنۍ مالِک دے، هغۀ ته خو دا خبرې د ګوتو پۀ سرونو باندې ياديدل پکار دي۔۔۔!! خو افسوس! دلته ډيرو خلقو ته دا خبرې معلومې نۀ وي۔

ښه۔۔۔!! عجيبه خبره ده، مونږه نـمونځ زده نۀ کړو،خو د دې راته  کله نا کله  احساس  کيږي، اودس مو زده نۀ کړو، د دې احساس راته هُم کيږي ، خلق د امام صاحب نه د مسئلو پوښتنه کوي * امام صاحب زما خُلې يا پوزې ته اوبه اچول هيرشوي  وو، اودس وشو که نۀ؟ * د نـمونځ پۀ دريم رکعت کښې پۀ هيره باندې کښيناستم، اوس څۀ حکم دے؟ * سُورۀ فاتحه رانه هيره شوې وه، اوس به څۀ حُکم وي؟ * رانجه مې پورې کړي وو، روژه بچ ده که ما ته شوه؟ خلق د امام صاحب نه دا پوښتنې کوي خو د دکان پۀ باره کښې پوښتنې څوک کوي؟ د کاروباري مشکلاتو پۀ باره کښې پوښتنه څوک کوي؟ خلق پوښتنه نۀ کوي۔ لکه دا ذهن جوړ دے چې دِين صرف د نـمونځ، روژې او د حج نوم دے۔ آؤ! دا رښتيا دي * نـمونځ د دِين ستَن ده * روژه د دِين بنيادي رُکن دے * حج د دِين بنيادي رُکن دے * زکوٰة د دِين بنيادي رُکن دے خو دِين بس تر دې حده پورې محدود دے، داسې نۀ ده۔ دِين حاکِم دے * زمونږه پۀ ذات باندې هم حاکِم دے    * زمونږ پۀ کور باندې هم حاکِم دے * زمونږه پۀ دُکان باندې هم حاکِم دے     * زمونږه پۀ ګاډۍ باندې هم حاکِم دے * زمونږه پۀ کارخانه باندې هم حاکِم دے، هر