Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

وفرمائيل: دا پۀ بد ترينه درجه کښې دي۔

            دلته غور وکړئ! مالداره هم دوه قِسمه دي، غريبانان هم دوه قِسمه دي * يو قِسم له مالداره افضلې مرتبے والا دي * د دويم قِسم مالداره د بد ترينې درجے والا دي * يو قِسم له غريبانان د افضلې مرتبے والا دي * دويم قِسم له غريبانان د بد ترينې درجے والا دي۔

يعنې پۀ دواړو کښې د زمکې او د اسمان فرق دے، يو افضل، بَل بد ترين۔ حالت د دواړو يو شان دے * دا هم مالداره * هغۀ هم مالداره * دا هم غريب * هغۀ هم غريب، بيا د اَجر او انجام پۀ لحاظ سره دومره فرق ولې۔۔۔؟ هغه کوم يو څيز دے کوم چې يو افضل او دويم بد ترين جوړوي۔ اوئې فرمائيل: هغه عِلم دے۔

* يو مالداره دے، ورسره ورسره عِلم والا هم دے، هغۀ ته معلومه ده چې * هغۀ به مال څنګه ګټي؟ * د مال کومه يوه ذريعه حلاله ده؟ کومه يوه حرامه ده؟ * څنګه پۀ حلاله ګټه کښې حرامه نمړۍ داخليږي؟ * د دې نه بچ کيدل څنګه دي؟ بيا مال راغلو * دا څنګه خرچ کول دي؟ زما پۀ لاس کښې چي کوم مال دے، پۀ دې کښې * د الله پاک حقونه څۀ څۀ دي؟ * د خپلوانو حقونه څۀ دي؟ * د ګاؤنډيانو او د نورو مسلمانانو حقونه څۀ دي؟ * هغۀ ته دا ټولې خبرې معلومې دي، بس دا د هغۀ عِلم دے کوم چې هغۀ افضل جوړوي۔

* بل خوا چې کوم کَس دے هغۀ هم مالداره دے خو د هغۀ سره عِلم نشته * هغۀ د حلالو او د حرامو پۀ مينځ کښې فرق نۀ پيژني * هغۀ مال وګټو خو هغۀ يـې پۀ خرچ کولو نۀ پوهيږي * د مال پۀ باره کښې د الله پاک حقونه څۀ دي؟ * د خپلوانو حقونه څۀ دي؟ دا خبرې هغۀ ته نۀ دي معلومې، چې معلومې ورته نۀ دي نو پۀ هغې باندې عمل هم نه کوي، بس هم دا هٰغه څيز دے کوم چې هغۀ بد ترين جوړوي۔