Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

سوالګيرے وو، ما درهم هغۀ له ورکړو۔ ښځه يـې هم صبر والا وه، اوئې وئيل: ښه دې وکړه۔ بيا ورله ښځې د وړۍ نه  تار جوړوونکې څرخه  ورکړه چې لاړ شه! دا خرڅه کړه او خوراک پرې راوړه۔۔۔!! بيا دې کَس هٰغه څرخه  واخسته او بازار ته لاړو، هغه يـې خرڅه کړه، کومې پيسې چې ميلاؤ شوې پۀ هغې باندې يـې يو مهے واخستو او کور ته راغلو۔

چې کله يـې مهے کټ کړو نو پۀ هغې کښې يوه ملغلره  راووته ۔ ملغلره  ډيره قيمتي وه، هغۀ هٰغه ملغلره  پۀ بازار کښې خرڅه کړه، هغۀ ته ډير ي پيسي  ميلاؤ شوي، نو تر پرون پورې چې څوک ډير غريب وو، د خوراک د پاره ورسره پيسې هم نۀ وې، ناڅاپه ډير مالداره شو۔ بيا يوه ورځ د هغۀ خوا له يو سوالګيرے راغلو۔ مَاشَآءَ اللہ! دا کَس دومره د فراخه زړۀ والا وو چې هغۀ نيم مال سوالګيري ته کيښودو او اوئې وئيل: دا واخله! زما نيم مال تۀ واخله، نيم به زۀ کيږدم۔ د دۀ چې يـې دومره کمال سخاوت وليدو نو سوالګيري ووئيل: ستا مال دې هم ستا مبارک شي، زۀ پۀ اصل کښې فرښته يم، هٰغه يو درهم کوم چې تا د لوږې باوجود سوالګيري له ورکړے وو، الله پاک د هغې پۀ بدله کښې ستا د پاره 100 قيراطه اَجر مقرر کړو، دا کوم دولت چې تا ته عطا شوے دے، دا پۀ هٰغه 100 قيراط کښې يو قيراط دے۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دلته نه مونږ ته معلومه شوه چې پۀ غريبانانو اګر که زکوٰة فرض نۀ وي، البته هغوئي له هم پکار دي چې څومره ترينه کيدے شي نو صدقه او خيرات دې کوي، وګورئ چې دا کَس غريب وو، د دريو ورځو راسې وږے وو، بيا هم دۀ يو درهم صدقه کړو، د هغۀ هٰغه درهم قبول شو او الله پاک هغۀ مالا مال کړو۔ ځکه مونږ له پکار دي چې امدن که هر څومره وي، که لس روپۍ هم کولے شئ نو صدقه ضرور کوئ۔


 

 



[1]...   ضیائے صدقات ، صفحہ:170۔