Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
خپلې دې فيصلي عملي کولو د پاره هغۀ اوښه او د هغې بچے د ځان سره کړو او د خپل يو ګاونډي کور ته لاړو، دا ګاؤنډي يـې ډير غريب وو، د هغۀ 7 لوڼه وې، اِبنِ جُدعان دروازه وډبوله، ګاؤنډي يـې بهر راوتو، اِبنِ جُدعان د اوښې مُهَار (واګې) د ګاؤنډي پۀ لاسونو کښې ورکړو او اوئې وئيل: وروره! دا واخله۔۔۔!! دا زما د طرف نه تحفه ده۔ د ګاؤنډي پۀ مخ باندې يـې خوشحالي ښکاره شوه، يقيناً چې هغۀ به ورته پۀ زړۀ زړۀ کښې ډيرې دعاګانې هم کړې وي۔ اِبنِ جُدعان اوښه صدقه کړه او کور ته واپس راغلو، ورځې تيريدلې، د سپرلي موسم ختم شو، د خزان موسم راغلو، وَنو پاڼې ورژولې، ګرمي پۀ زور کښې شوه، پۀ صحرا کښې د اوبو کمے شو، خلق د اوبو يوګوټ پسي مړۀ کيدل، پۀ داسې حالت کښې يوه ورځ اِبنِ جُدعان خپل ځامن د ځان سره کړه او د اوبو پۀ لټون کښې ووتو، ډير لرې هغوئي ته پۀ زمکه کښې دننه يو غار پۀ نظر راغلو، اِبنِ جُدعان اندازه ولګوله چې دلته به ضرور اوبه وي، نو هغۀ خپل ځامن بهر ودرول، پخپله غار ته دننه لاړو، طمع وه چې اوبه به ميلاؤ شي خو دلته اوبه نۀ بلکې ډنډه وه، اِبنِ جُدعان پۀ ډنډه کښې وه انختو، ځامن يـې بهر ولاړ وو او انتظار يـې کولو، چې کله ډير وخت تير شو او اِبنِ جُدعان واپس رانغلو نو ځامن يـې پوهه شو چې د هغوئي والد اوس ژوندے نۀ دے پاتې، هغۀ پۀ زمکه کښې دننه غار کښې چرته انختے دے او وفات شوے دے۔
ځامن يـې کور ته واپس راغلل، د والد جائيداد تقسيمول يـې شروع کړو، پۀ دې کښې دوئي ته راياد شو چې اِبنِ جُدعان يوه اوښه ګاؤنډي له پۀ تحفه کښې ورکړې وه، لالچيان ځامن يـې د اوښې واپس اخستو د پاره د ګاؤنډي کور ته لاړل، چې ګاؤنډي يـې ټوله خبره واوريدله نو اوښه يـې هغوئي ته واپس کړه او د خپل مُحسن پۀ لټون کښې ووتو، چې ګاؤنډي يـې هٰغه غار ته ورسيدو چرته چې اِبنِ جُدعان غائب شوے وو نو هغۀ د خپل مُحسن د مدد د پاره غار ته دننه لاړو، دننه ډيره تيارۀ وه، ډنډه هم وه، بيا هم هغۀ مخکښې روان وو، ناڅاپه هغۀ د چا د ساه ګانو اواز واوريدو، هغۀ چې پۀ تيارۀ کښې اندازه ولګوله