Ye Duniya Chor Jana Hai

Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai

پۀ اوږدو اُميدونو کښې اخته ساتي، کله * پۀ موبائل کتلو * پۀ سوشل ميډيا باندې د فضول څيزونو پۀ کتلو * پۀ اخبارونو کښې پۀ خبرونو لوستلو، که د مرګ او د قبر او د اخرت خبر، څۀ پوسټ راشي نو هم مونږه قصداً عمداً هغه پريږدو او مخکښې ځو، د هغې نه عبرت نه حاصلوو، دا سوچ مو جوړ شوے دے چې دا پوسټ زما پۀ باره کښې نه دے۔ خو دا صرف يو خيال دے، مشهور دي چې د پيشو پۀ ليدلو کونتره سترګي پټې کړي او دا ګڼي چې زۀ پيشو ته نه ښکارم خو داسې نه کيږي، چې کله پيشو هغه پۀ پنجو کښې راګيره کړي، بيا ورته معلومه شي چې زۀ خو پۀ غفلت کښې ووم، د مرګ پۀ باره کښې زمونږه هم تقريباً هم دغه حال دے، مونږه سوچ کوو چې زۀ لا نه مړ کيږم خو مرګ خو راتلونکے دے، ضرور راتلونکے دے، کله به راځي؟ معلومه نه ده چې کله به راځي۔ چې کله د الله پاک حکم وشي نو بيا به راځي، پۀ قرآنِ کريم کښې دي:

وَ لَنْ  یُّؤَخِّرَ اللّٰہُ  نَفْسًا  اِذَا جَآءَ اَجَلُہَا ؕ        (پارہ:28، سورۀ منافقون:11)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بالکل به الله چا ته مهلت نه ورکوي چې کله د هغۀ مقرر وخت راشي۔

يعنې ياد ساتئ چې کله د الله پاک وعده پوره شي نو هغۀ به هيڅکله هم يو کَس له مهلت نه ورکوي او الله پاک ستاسو د ټولو کارونو نه خبر دے، هغۀ به تاسو له د دې جزا درکوي۔ ([1])

ہو رہی ہے عمر مثلِ برف کم                                                                                       چپکے چپکے، رفتہ رفتہ، دَم بَدَم

سانس ہے اک راہ رَوَئے مُلکِ عَدَم                                                      دَفعتاً اک روز یہ جائے گا تَھمْ

ایک دن مرنا ہے،آخر موت ہے

کر لے جو کرنا ہے،آخر موت ہے


 

 



[1]... صراط الجنان، پارہ:28، سورۂ منافقون، زیرِ آیت:11، جلد:10، صفحہ:172۔