Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
عيش او عشرت ذريعې يـې د هغۀ د پاره جوړې کړې، پۀ هر شان د هغۀ پۀ زړۀ کښې د دُنيا د محبت اچولو کوشش وکړے شو خو د شهزاده خوش قِمستي وه چې صرف پۀ يوه جنازه ليدلو يـې د هغې نه عبرت حاصل کړو او د اخرت پۀ تيارۍ کښې مصروف شو۔
آه! يو مونږ يو * روزانه پۀ اوګو پورته کړے شوې جنازې وينو * پۀ جوماتونو کښې اعلانونه اورو * خبرونه راځي چې نن فلانکے د فلانکي زوي وفات شو * مونږ به پۀ ژوند کښې ډيرې جنازې کړې وي * ډير مړي به مو پۀ خپلو لاسونو باندې قبرونو ته کوز کړي وي خو افسوس چې مونږه عبرت نه حاصلوو، مونږ ته معلومه ده چې زمونږه انجام هم دا دے * نن د فلانکي د جنازې اعلان کيږي، سبا به زما هم کيږي * نن د فلانکي جنازه وړلے کيږي، ډيره زر به زما جنازه هم يوړے شي * نن فلانکے د قبر کندې ته کوز شوے دے، سبا به زۀ هم دغه ځائے ته رسيږم، خو مونږه سبق نه حاصلوو، افسوس! * نفسِ اَمَّاره (يعنې پۀ ګناهونو باندې راپاروونکے نفس) زورور شوے دے * شيطان پۀ غفلت کښې اچولي يو * ګناهونو مو زړۀ خِيرن کړے دے * د دُنيا محبت راباندې سترګې پټې کړې دي * اوږده اُميدونه دي * بس هر وخت د ګټلو او خوړلو فِکر دے * د دُنيا د مستقبل سوچونه دي * زۀ نن دلته يم * سبا، بَله ورځ، هفته پس، مياشت پس به چرته رسيږم * د راتلونکو پينځوو کالو منصوبه * د 50 کالو منصوبې خلق جوړوي۔
مونږ ته معلومه ده چې مړه کيږو به، دا راته هم معلومه ده چې مرګ څۀ وخت هم راتلے شي، د دې باوجود معلومه نه ده چې ولې پۀ زړۀ کښې چرته دا خيال پروت وي چې * ما له لا اوس مرګ نه راځي * زۀ خو به لا نور ژوند هم کووم * اوس خو لا د بچو ودونه هم کول دي * بيا [د ځوي د اولاد] نيکه، [د لور د اولاد] نيکه هم جوړيدل دي * بوډا والے هم ليدل دي * بيا به چرته مړ کيږم۔ بس دا د غفلت نه ډک خيال مونږه