Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

(3): د سحر د وخت دُعاګانې لولئ!

دريم کار دا کوئ چې د سحر د وخت دُعاګانې لولئ.

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې سحر او ماښام درې درې کرته دا ووائي ‌رَضِيْتُ ‌بِاللهِ ‌رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ سَلَّم نَبِيًّا (يعنې زۀ د الله پاک پۀ رَبّ کيدو، د اِسلام پۀ دِين کيدو، او د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نبي کيدو باندې راضي يم) نو پۀ الله پاک باندې حق دے چې د قيامت پۀ ورځ د هغۀ نه راضي شي. ([1]) پۀ يو بَل روايت کښې دي رَضِيْتُ ‌بِاللهِ ‌رَبًّا، وَبِالْاِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ سَلَّم رَسُولًا (يعنې زۀ د الله پاک پۀ رَبّ کيدو، د اِسلام پۀ دِين کيدو، او د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ رَسول کيدو باندې راضي يم.) نو د هغۀ د پاره جنّت واجب شي. ([2])

پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د سحر پۀ وخت ووائي ‌اَللَّهُمَّ ‌مَا اَصْبَحَ ‌بِيْ ‌مِنْ ‌نِعْمَةٍ، اَوْ بِاَحَدٍ مِّنْ خَلْقِكَ، فَمِنْكَ وَحْدَكَ لَا شَريكَ لَكَ، فَلَكَ الْحَمْدُ، وَلَكَ الشُّكْرُ

 (يعنې اے الله! پۀ ما باندې يا ستا پۀ مخلوق کښې چې پۀ چا باندې هم څۀ نعمت راغلے دے هغه هم ستا د طرف نه راغلے دے، تۀ يو يـې ستا څوک هم شريک نشته، ستا د پاره حمد دے او هم ستا د پاره شُکر دے.) نو لکه چې هغۀ د هٰغه ورځې د شُکر حق ادا کړو. ([3])

 پۀ يو بَل حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د سحر پۀ وخت (يو ځل) دا ووائي چې اَللّٰهُمَّ ‌إِنِّي ‌اَصْبَحْتُ أُشْهِدُكَ، ‌وَأُشْهِدُ ‌حَمَلَةَ ‌عَرْشِكَ، وَمَلَائِكَتَكَ، وَجَمِيعَ خَلْقِكَ إِنَّكَ أَنْتَ اللهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُكَ وَرَسُولُكَ (يعنې اے الله پاکه! ما پۀ دې حال کښې سحر کړو چې زۀ تا ګواہ جوړووم، او ستا عرش پورته کوونکو فرښتو لره، ستا فرښتو لره، او ستا مخلوق پۀ دې


 

 



[1]...عمل یوم و الیلۃ للنسائی، ثواب من قال حین یصبح...الخ، صفحہ:135، حدیث:4.

[2]... عمل یوم و الیلۃ للنسائی، ثواب من قال حین یصبح...الخ، صفحہ:135، حدیث:5 .

[3]... ابو داود ، کتاب الادب، باب ما یقول اذا اصبح، صفحہ:792، حدیث:5073.