Share this link via
Personality Websites!
مِّنْ کُلِّ دَاءٍ يعني سُورۀ فاتحه اُمُّ الْكِتاب (د قرآنِ مجيد اصل) دے او په دې كښې د هرې بيمارئ شِفا ده.[1]
د بُخاري او مُسلم شريف په روايت كښې دي، د هغې خُلاصه څه داسې ده چې يو ځل 30 صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په سفر كښې وو، په لاره كښې په يو مقام باندې يو كس راغے او صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته ئې عرض اوكړو: زمونږه سردار لړم چيچلے دے، آيا تاسو څه كولے شئ؟ يو صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اوفرمائيل: آؤ! زه به ئې دَم كړم. هغه صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د هغه سړي سره لاړو او سُورۀ فاتحه ئې اولوستله دَم ئې كړو، چې د هغې په بركت مريض ټيك شو.[2]
حضرت خارجه بِن صَلت رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د خپل تره نه روايت كوي، هغوئي فرمائي چې زه د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر ووم، هلته په بيرته راتلو باندې د يو قوم په خوا تيريدم، د هغوئي يو كس مجنون (يعني پاګل) وو، هغه ئې د اوسپنې په زنځير تړلے وو، هغوئي ماته اووئيل: آيا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami