Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * عمامه په ولاړه تړئ او پاجامه په ناسته اغوندئ * چا چې د دې اُلټا عمل اوكړو هغه به په داسې مرض كښې اخته شي چې دوا به ئې نه وي (يعني طبيبانو ته به ئې د دوا علم نه وي) * د عمامې تړلو نه مخکښې ښه ښه نيتونه اوکړئ که يو هم صحيح نيت نه وو نو ثواب به نه ميلاويږي *  مناسب دا دي چې د عمامې پيچ (يعني ول) د سر ښې طرف ته لاړ شي * د الله پاك آخري رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مباركې عمامې شمله به عام طور د (مباركې ملا) په شا وه، كله كله به ښي طرف ته، كله به د دواړو اوګو تر مينځه دوه شملے وے  * كينړ [يعني ګڅ] طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي * د عمامے د شملے مقدار كم نه كم څلور ګوتې او زياتو نه زيات (د ملا د نيمې پورې تقريباً) يو لاس (د لاس مينځنئ ګوتې د سر نه واخله تر څنګل پورې ناپ ته يو لاس وائي)، * عمامه مخ په قبله په ولاړه ولاړه تړئ  * په مراٰت شريف كښې دي: عمامه شريف په ولاړه ولاړه تړل سُنَّت دي، په جمات كښې ئې تړئ يا چرته بل ځائ او * په عمامه كښې سُنَّت دا دي