Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
بُزُرګانِ دين (يعني د الله پاك نيكو بندګانو) د حَرَمَينِ شَريفَين د ادب او احترام او تعظيم واقعات دې اولوستے شي.
* د دې د پاره د مكتبةُ المَدينه كتاب عاشقانِ رَسُول کى 130 حکايات لوستل ډير فائده مند دي. که الله پاك مو نصيب كړي نو د دې كتاب لوستلو سره د مكې مكرمې، مدينے مُنَوَّرې او حج وغيره محبت په زړه كښې پيدا كيدے شي * دغه شان که د اعلٰـى حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نعتيه دِيوان حدائِقِ بخشش اولوستے شي، ښه په اُردو پوهه انسان كه په حدائِقِ بخشش باندې ځان پوهه كړي او زباني ئې ياد كړي نو هغه به ډير غټ عاشِقِ رسول جوړ شي * رښتينې خبره ده چې د عِشقِ رسُول په حاصلولو كښې د ماحول او صحبت زيات عمل دے. د صحبت په ذريعه جذبه زياتيږي، بيا چې څوك د حج يا مدينۀ پاك حاضرئ د پاره لاړ شي او په دې سفر كښې د يو عاشِقِ مدينه صحبت ميلاو نه شي نو هغه ته به ذوق [شوق] نصيب نه شي، ځکه د حَرَمَين طَيِّبَين سفر د ذوق او د علم خاوندانو سره كول پكار دے * په خپل ملك كښې هم د عاشقانِ رسول صحبت كښې زيات وخت تيرول پكار دي * اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي د سُنَّتو ډك اجتماعاتو او مدني مذاكرو كښې شركت كولو سره د مدينے مُنَوَّرې محبت نصيب كيږي.