Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

هغه د بدن نه تر دې پورې چې د نوكانو لاندې خطاګانې هم لرې شي.[1] په يو روايت كښې دي: زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي چې كله مُسلمان اودس كوي نو د مخ وينځلو سره د مخ، د لاسونو وينځلو سره د لاسونو او د ښپو وينځلو سره د ښپو ګناهونه د اوبو سره اوبهيږي، تر دې پورې چې بنده د ګناهونو نه پاك شي.[2]

 (2) ګناه بخښلو والا دويم عمل: د جَمعې لمَانځه له پياده تلل: د مُسلِم شريف په حديثِ پاك كښې دي: كوم بنده چې په كور كښې اودس اوكړي، بيا د فرض لمُونځ د پاره جمات ته روان شي نو د هغه په يو قدم باندې ګناه مُعاف كيږي او په بل قدم ئې يوه درجه اوچتيږي.[3] په يو حديثِ پاك كښې دي: په لمَانځه كښې زيات اجر او ثواب د هغه چا د پاره دے څوک چې د ډيرې لرې نه پياده راځي.[4]

 (3) ګناه بخښلو والا دريم عمل، د يو لمُونځ نه پس د دويم لمُونځ اِنتِظار كول: حضرت ابُوهُريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  نه روايت دے چې بنده كوم ځائے لمُونځ ادا كړي او هلته ناست وي نو تر څو پورې چې ئې اودس مات نه شي، فرښتے د هغه د پاره دُعا كوي، فرښتے وائي: اَللّٰہُمَّ اغْفِرْہُ اَللّٰہُمَّ ارْحَمْہُ  اے الله پاکه! دا اوبخښې، اے الله پاکه! په ده رحم اوكړې. [5]


 

 



[1]...مسلم، کتاب الطہارۃ، صفحہ:112، حدیث:245۔

[2]...مسند بزار، جلد:2، صفحہ:74، حدیث:420۔

[3]...مسلم، کتاب المساجد، باب:المشی الی الصلاۃ، صفحہ:242، حدیث:666۔

[4]...بخاری، کتاب الاذان، باب:فضل صلاۃ الفجر، صفحہ:224، حدیث:651۔

[5]...مسلم، کتاب المساجد، صفحہ:240، حدیث:649تقدیم وتاخیر ۔