Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

اوفرمائيل: اے فرښتو! نن زما محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د خپلو مسئلو تپوس اوكړئ نو د ټولو نه اوَّل حضرت اسرافيل عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو: مَا الْکَفَّاراتُ يعني (يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!) كَفَّارات (يعني ګناهونه ورانوونكي څيزونه) څه دي؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (1) په سخت وخت كښې (يعني چې كله اودس كول ګران شي، مثلاً سخته يخني وي، هغه وخت) كامِل اودس كول (2) د جَمعے لمَانځه له پياده تلل (3) او د يو لمُونځ نه پس د دويم لمُونځ اِنتِظار كول.

   بيا حضرت ميكائيل عَلَيْهِ السَّلام دويمه مسئله عرض كړه: وَ مَا الدَّرَجَاتُ  (يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!) درجات (يعني اوچته مرتبه وركوونكي اعمال) څه دي؟ رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (1) اِطْعَامُ الطَّعَام په نورو طعام خوړل (2) وَ اِفْشَاءُ السَّلَام سلام عام كول (3) وَ الصَّلَاۃُ بِاللَّیْلِ وَالنَّاسُ نِیَامٌ د شپے چې خلق اوده وي، هغه وخت لمُونځ ادا كول (دا درې كارونه چې څوک اوکړي د هغه درجات اوچتيږي).

      د فرښتو دوه مسئلے حل شوې. بيا حضرت جبريلِ اَمين عَلَيْهِ السَّلام دريمه مسئله وړاندې كړه:  وَ مَا الْمُنْجِیَاتُ (يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!) نجات وركوونكي څيزونه څه دي؟ د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (1) خَشْیَۃُ اللّٰہِ فِی السِّرِّ وَ الْعَلَانِیَۃِ په تنهائې [يعني يواځې ځائے كښې] او د خلقو په مخكښې (يعني په هر حال كښې) د الله پاك نه ويريدل (2) وَ الْقَصْدُ فِی الْفَقْرِ وَ الْغِنٰی په تنګئ او اسانئ، غريبئ او مالدارئ (هر حال كښې) ميانه روي اختيارول (3) وَالْعَدْلُ فِی الْغَضَبِ وَ الرِّضٰی يعني د غُصّے او خوشحالئ په (هر) حال كښې انصاف کول.