Al Madad Ya Ghos e Pak

Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak

پۀ دې آيت مبارک کښې صفا صفا وفرمائيلے شو چې کوم خلق د الله پاک پۀ لاره کښې شهيدان شي، هغوئي ته مړۀ مۀ وايئ، هغوئي ژوندي دي خو تاسو د هغوئي د ژوند شعور نۀ لرۍ، اوس دا آيت مبارک پۀ واضحه توګه د شهيد ژوند ثابتوي خو پوښتنه دا ده چې شهيد څوک دے؟ هغه کوم چې د غير مسلمو سره پۀ جنګ کولو کښې شهادت حاصل کړي؟ نا۔۔۔!! صرف هغه نۀ بلکې شهيدان نور هم ډير دي۔ پۀ مسندِ اِمامِ احمد بن حنبل کښې حديثِ پاک دے، تاجدارِ کائنات، مکي مَدَني سردار  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمائيلي دي: اِنَّ اَکْثَرَ شُہَدَاءِ اُمَّتِی لَاَصْحَابُ الْفُرُشِ يعنې زما د اُمت زياتره شهيدان هغه دي، کومو له چې پۀ بستره باندې مرګ راځي، وَ رُبَّ قَتِیْلٍ بَیْنَ الصَفَّیْنِ اللہُ اَعْلَمُ بِنِیَّتِہٖ يعنې ګنې څومره پۀ جنګ کښې مړۀ کيدونکي داسې دي چې د هغوئي نيت بس هُم الله پاک ته بهتر معلوم دے۔ ([1])

معلومه شوه چې شهيدان صرف هغه نه دي کوم چې پۀ جنګ کښې شهادت حاصل کړي بلکې د اُمت زياتره شهيدان هغه دي کومو له چې فِیْ سَبِیْلِ اللہِ (يعنې پۀ نيکو کولو، د الله او د رسول  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ اطاعت کښې) پۀ بستره باندې مرګ راشي۔ تاسو پخپله غور وکړئ! پۀ حديثِ پاک کښې د خپل نفس سره جهاد کول (يعنې د نفس ټيک کول) جهادِ اَکبَر ګرځولوے شوے دے۔ ([2]) خو څوک چې جهادِ اَصغَر وکړي يعنې د غير مسلمو سره جنګ وکړي او شهيد شي هغه خو ژوندے دے، رَب فرمائي: هغه ته هيڅکله هم مړۀ مۀ وايئ! نو څوک چې جهادِ اَکبَر کولو والا دي، هغوئي به بيا ولې ژوندي نۀ وي۔۔۔؟

يقيناً چې اوليائے کرام  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م پۀ خپلو مزارونو کښې ژوندي دي او د الله پاک پۀ عطا سره، د هغۀ پۀ توفيق سره، د هغۀ پۀ فضل او کرم سره زمونږ د غلامانو مدد هم فرمائي۔


 

 



[1]... مسند امام احمد، مسند المکثرین، مسند عبد اللہ بن مسعود رَضِیَ اللہُ عنہ، جلد:2، صفحہ:530، حدیث:3845۔

[2]... الزہد الکبیر، فصل فی ترک الدنیا...الخ، صفحہ:165، رقم:373 ماخوذاً۔