Al Madad Ya Ghos e Pak

Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak

د بندګانو نه ولې مدد وغواړو؟ صرف هم د الله پاک نه مدد غواړئ۔

ډيره اهمه پوښتنه ده، ډير د ښې عقيده والا خلق هم د دې شيطاني وسوسې ښکار کيږي، د دې څۀ جواب دے؟ راځئ چې يو حديثِ پاک واورو۔ حديثِ حَسَن دے يعنې د سند پۀ لحاظ سره پۀ دې حديث کښې کلام نشته، ډيرو محدثينو دا ذِکر کړے دے او ډير لوئي لوئي علمائے کرامو او محدثينو پخپله هم پۀ دې حديثِ پاک باندې تجربه کړې ده، حديث شريف څۀ دے؟ واورئ! بدري صحابي حضرت عُتبَه بِن غَزوَان  رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  فرمائي: د الله پاک محبوب نبي، رسولِ هاشمي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمائي: کله چې پۀ تاسو کښې د چا نه څۀ څيز ورک شي او وي هم په شاړ ځائے کښې چرته چې څوک مددګار نۀ وي، پۀ داسې حالت کښې که هغه مدد غواړي نو داسې دې ووائي: ‌يَا ‌عِبَادَ ‌اللهِ ‌أَغِيثُونِي، ‌يَا ‌عِبَادَ ‌اللهِ ‌أَغِيثُونِي اے د الله بندګانو! زما مدد وکړئ! اے د الله بندګانو! زما مدد وکړئ! ([1])

اوس وګورئ چې دا تعليم څوک راکوي؟ * زمونږه آقا، زمونږه هادي، زمونږه راهنما  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د دُنيا هٰغه هستي کوم چې د ټولو نه لوئي توحيد پرست دے * هٰغه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  کوم چې د ټولو نه زيات د الله پاک معرفت لرونکے دے * هٰغه خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  کوم چې د ټولو نه زيات د توحيد تبليغ کوونکے دے * هٰغه هادي او راهنما  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  مونږ له تعليم راکوي چې که تاسو پۀ داسې ځائے کښې يئ، چرته چې پۀ ظاهره څوک مددګار پۀ نظر نۀ راځي، پۀ داسې ځائے کښې که چرې مدد غوښتل غواړۍ نو چا ته اواز وکړئ! د الله پاک بندګانو ته۔۔۔!

  غور وکړئ چې آيا محبوبِ ذِيشان  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ته (مَعَاذَ الله!) دا نۀ وه معلومه چې الله پاک مددګار دے نو د هغۀ نه دې مدد وغوښتے شي، هُم هغوئي خو مونږ ته د الله پاک نه مدد غوښتل ښودلي دي، يعنې کوم خوږ محبوب  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  چې مونږ ته د الله پاک


 

 



[1]... معجم کبیر، ما اسند عتبۃ بن غزوان، جلد:7، صفحہ:48، حدیث:13737۔