Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
حسد کوونکي کومو چې به غوښتل چې هغوئي دلته ايسار نۀ شي، د عاشقانو زړونو ته قرار نۀ رسوي، هغوئي ډير ځل د هغوئي د دې ځائے نه د ويستلو هم کوششونه وکړل، ډير ځل يـې انتظاميې ته د هغوئي د دروغو شکايتونه هم وکړل خو۔۔۔ دا د مدينے منورې ښار دے۔
یہاں مَرضی نہیں چَلتی کسی کی مدینے والا ہی بُلْوا رہا ہے
څوک چې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ايسارول غواړي، نو هغۀ بيا څوک ويستے شي۔۔۔؟ سيدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل يو حسد کوونکي غلط شکايت وکړو، د کوم پۀ وجه چې نوبت تر دې پورې راغلو چې پوليس زما سامان د کور نه بهر وويستو او پۀ کوڅه کښې يـې کيښودو او اوئې وئيل: اوس تۀ دلته نشې اوسيدے۔ فرمائي: پوليس والا پۀ کوڅه کښې موجود وو، سامان يـې هم پۀ کوڅه کښې ايښودے وو، زۀ هم هلته ولاړ ووم، څنګه چې د پوليسو پام بدل شو، ما فوراً سترګې پټې کړې او د حرمِ پاک طرف ته لاړم۔
ٹُوٹ پڑتی ہیں بَلائیں جِن پر، جن کو ملتا نہیں کوئی یاوَر
ہر طرف سے وہ پُراَرماں پِھر کر اُن کے دامن میں چھپا کرتے ہیں
سيدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روضې مبارکې ته حاضر شو، د شنو جنګلو مخې ته ودريدو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زۀ د دې ځائے نه تلل نۀ غواړم، دلته پۀ ښپو مبارکو کښې اوسيدل غواړم۔
تیرے ٹکڑوں سے پلے، غیر کی ٹھوکر پہ نہ ڈال جھڑکیاں کھائیں کہاں؟ چھوڑ کے صدقہ تیرا
کس کا مُنہ تَکیے! کہاں جائیے! کس سے کہیے! تیرے ہی قدموں پہ مِٹ جائے یہ پالا تیرا([1])
فرمائي چې درخواست مې وکړو او کله واپس لاړم نو څۀ ګورم چې پوليسو هُم پخپله زما سامان پۀ کور کښې دننه کيښودے دے او ما ته يـې هم د اوسيدو اجازت راکړو۔