Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

چې د شپې به پاڅيدم او خپل ماما حضرت محمد بن سوَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به مې پۀ نـمونځ ليدلو، يوه ورځ هغوئي ما ته وفرمائيل: آيا تۀ الله پاک نۀ يادوې چا چې تۀ پيدا کړې؟ ما پوښتنه وکړه: زۀ هغۀ څنګه ياد کړم؟ اوئې فرمائيل: کله چې د شپې اوده کيږې نو ژبې له د حرکت ورکولو نه بغير صرف پۀ زړۀ کښې درې ځله دا کلمات وايه: اَللہُ مَعِیَ، اَللہُ نَاظِرٌ اِلَیَّ، اَللہُ شَاھِدِیْ يعنې الله پاک زما سره دے، الله پاک ما ويني، الله پاک زما ګواه دے. فرمائي: ما يو څو شپې دا کلمات ولوستل او بيا مې هغوئي ته وه وئيل. هغوئي وفرمائيل: اوس هره شپه 7 کرته لوله! ما هم داسې وکړل او بيا ما هغوئي ته وه وئيل. بيا ئې فرمائيل: هره شپه 11 کرته دا کلمات لوله! (فرمائي) ما چې داسې لوستل شروع کړل نو زما پۀ زړۀ کښې د دې خوند محسوس شو. چې يو کال تير شو نو زما ماما جان وفرمائيل: ما چې څۀ تا ته ښودلي دي دا قبر ته د تللو پورې هميشه وايه اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا به تا ته پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې فائده درکوي. فرمائي: ما تر ډيرو کلونو پورې هم داسې وکړل نو ما پۀ ځان کښې د دې ډير بے انتها خوند وموندلو. ما به پۀ تنهايۍ کښې د دې ذِکر کولو. بيا يوه ورځ زما ماما جان وفرمائيل. اے سَهل! الله پاک چې د کوم کَس سره وي، هغۀ ته ګوري او د هغۀ ګواه وي، آيا هغه د هغۀ نافرماني کوي؟ هيڅکله هم نۀ. ځکه تۀ خپل ځان د ګناه نه بچ ساته. ([1])

دا دي ايمان ښودل. الله پاک ما ويني، الله پاک زما سره دے، پۀ ماشومانو د دې مشق کوئ، اللہُ مَعِیَ، اللہُ ناظِرٌاِلَیَّ (الله پاک زما سره دے، الله پاک ما ويني) د دې وظيفه کوئ، داسې به پۀ مزه مزه دا خبره د هغوئي پۀ زړۀ کښې ځائے وکړي،


 

 



[1]...   رسالہ قشیریہ، باب ذکر مشایخ ھذہ الطریقۃ، سہل بن عبد اللہ التستری، صفحہ:39۔