Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

هم ډير واړه واړه کورسونه وي، هغۀ پرې وکړئ! * پۀ کور کښې د مَدَني چينل د لګولو اهتمام وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د بچو د مور به هم ښه تربيت وشي او د دې سره سره به د بچو هم ښه تربيت وشي.

(2): دويم مِیم: یعنې مُعَلِّم (ټیچر). د خپل بچي د پاره د مُعَلِّم [يعنې د استاذ] انتخاب پۀ ښه انداز، ښه پۀ سوچ سره وکړئ. پۀ مُسلِم شريف کښې دي: دا عِلم ستاسو دِين دے، پس غور وکړئ چې خپل دِين د چا نه زده کوئ. ([1])

چې مُعَلِّم ښه وي نو د بچي تربيت به هم ښه کيږي، که مُعَلِّم بد وي، د خرابو عقيدو والا، د خرابو نظريو والا، د خرابو اخلاقو او کردار والا وي نو ماشوم به هم خراب شي. ځکه د مُعَلِّم انتخاب ښه پۀ سوچ سره وکړئ!

(3): دريم مِیم: یعنې مِنبَر. دا غور وکړئ چې ستاسو زوي د نـمونځ کولو د پاره چرته ځي، د کوم منبر نه خطبه اوري، د کوم يو واعظ يا خطيب خبرې اوري. که هغۀ د سوشل ميډيا نه اوري او که باقاعده پۀ جومات کښې اوري، که د صحابۀ کرامو د ګستاخانو خبرې اوري، د اهلِ بيتو د ګستاخانو خبرې اوري، د اوليائے کرامو د بے ادبو خبرې اوري نو هغوئي به هم بے ادبه او ګستاخان شي. ځکه پخپله هم د عاشقانِ رسول، عاشقانِ صحابه و اهلِ بيت پۀ جومات کښې نـمونځونه کوئ، هُم هلته د جُمعې نـمونځ هم کوئ او خپل بچي هم داسې جوماتونو ته بوځئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بچي به مو با ادبه جوړ شي او د هغوئي ايمان به هم مسلسل مضبوطيږي.

(4): څلورم مِیم: مُعَاشَرہ. يعنې ستاسو بچے د کوم قِسمه دوستانو سره او


 

 



[1]... مسلم، مقدمۃ، باب بیان ان الاسناد...الخ، صفحہ:14۔