Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

شي نو هغۀ ته نـمونځ وښايئ. ([1])

دا اِسلامي تعليم دے. چې کله ماشوم د 7 کالو شي، بيا هغۀ ته نـمونځ وښايئ، پۀ نـمونځ باندې يـې عادت کړئ، که هٰغه وخت هغۀ پۀ نـمونځ عادت کړے شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټول عمر به نـمونځونه کوي.

دغه شان د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم طريقه وه چې پۀ خپلو بچو باندې به يـې روژې نيولې، بيا خو ماشومان ماشومان وي، د ورځې وږي کيږي، روژه سر ته رسول ورته ګران وي، ځکه به صحابياتو يعنې د دغه ماشومانو مئيندو، د بچو د پاره د لوبو څيزونه جوړول د پاره د دې چې ماشوم پۀ لوبو کښې مشغول وي، دغه شان به ماشوم پۀ روژه پوره کولو کښې کاميابيدو. ([2])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! پۀ دې دومره ښکلي انداز کښې چې د کومو کمال لرونکو ماشومانو تربيت شوے وو، هغوئي چې وړاندې لاړل نو د دُنيا راهنما جوړ شول. د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نه پس د تابعينو درجه راځي، دا تابعين څوک دي؟ هٰغه خوش قِسمته خلق د چا تربيت چې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کړے وو او صحابۀ کرامو به څنګه تربيت کولو؟ هغوئي به خپل ماشومان پۀ نـمونځونو عادت کول، پۀ روژو باندې به يـې عادت کول، د قرآنِ کريم پۀ تلاوت باندې به يـې عادت کول.

کاش چې زمونږه هم دا سعادت نصيب شي، چې مونږه هم خپل بچي د عبادتونو عادت کړو. د دې نتيجه به څه وي؟ واورئ!


 

 



[1]... ترمذی، ابواب السہو، باب ما جاء یومر...الخ، صفحہ:124 ، حدیث:407۔

[2]... بخاری، کتاب الصوم، باب صوم الصبیان، صفحہ:516، حدیث:1960۔