Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
ناڅاپه مُسکے شو۔ دا يـې چې وليدل نو دواړو صحابۀ کرامو عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! الله پاک دې تاسو مُسکي لري، پۀ دې سعت کښې تاسو نۀ مسکي کيږئ، نن څۀ خبره ده۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! شان ته وګورئ۔۔۔!! لکه دوئي به وخت او سعتونه هم نوټ کول چې پۀ دې سعت کښې حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُسکے کيږي، پۀ دې وخت کښې نۀ مُسکے کيږي۔
دغه شان هٰغه ورځ د مازديګر پۀ نـمونځ کښې وشول، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معمول خلاف د دعا کولو نه بغير زر زر کور ته تشريف يوړلو نو د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حيران شول، ويريدل چې نن داسې څۀ وشول، دا د معمول خلاف عمل مبارک يـې ولې کړے دے؟
معلومه شوه چې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هرې يوې ادا ته پۀ غور سره کتل او نوټ کوله به يـې۔ چا څۀ ډير ښه وئيلي دي:
اُن صحابہ کی خوش اطوار نگاہوں کو سلام جن کا مسلک تھا طوافِ رُخِ زیبا کرنا
*-*-*-*
هر صحابيِ نبي! جَنَّتي جَنَّتي ټولې صحابِياتې هُم! جَنَّتي جَنَّتي
څلور ياران د نبي! جَنَّتي جَنَّتي حضرتِ صديق هُم جَنَّتي جَنَّتي
او عُمر فاروق هُم جَنَّتي جَنَّتي عُثمانِ غني جَنَّتي جَنَّتي
فاطِمه او علي جَنَّتي جَنَّتي حسن او حُسين هُم جَنَّتي جَنَّتي
والدين د نبي جَنَّتي جَنَّتي هر زَوجۀِ نبي جَنَّتي جَنَّتي
ابُو سُفيان هُم جَنَّتي جَنَّتي او مُعاوِيه هُم جَنَّتي جَنَّتي