Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: بريتونه واړه کړئ او ګيرې غټې کړئ د مجوسيانو مخالفت وکړئ! ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکې سُنَّتِ انبيا دے * زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه به هميشه د يو موټي پۀ مقدار وه * که د يو موټي نه به غټه شوه نو وړه کوله به يـې۔ * زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه به پۀ پلن والي کښې داسې وه چې سينه مبارکه به يـې ډکوله۔ ([2])* آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ګيره خريل او بريت غټول بيخي نه خوښول * پۀ بهارِ شريت کښې دي چې ګيره خريل يا د يو موټي نه کمول حرام دي۔ ([3])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو([4])