Ye Duniya Chor Jana Hai

Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai

هډو خبر نه وي خو ياد ساتئ چې د الله پاک پۀ نزد زمونږه د ژوند شمير د کلونو پۀ حساب سره نۀ، د مياشتو پۀ حساب سره نۀ، د ورځو، د ګينټو او د منټونو پۀ حساب سره نۀ بلکې د ساه ګانو پۀ حساب سره دے، يعنې مونږه دا حساب کوو چې زما دُنيا ته د راتللو دومره کلونه شوي دي، د رَبّ پۀ بارګاه کښې دا شميره ده چې دۀ پۀ دُنيا کښي څومره ساه ګانې اخستې دي۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي:

اِنَّمَا  نَعُدُّ  لَہُمْ  عَدًّا ۚ  (۸۴)(پارہ:16، سورۀ مریم:84)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ خو د هغوئي د پاره شمير کوو۔

پۀ تفسير دُرِّ منثور کښې د دې آيت لاندې دي: هٰغه ساه ګانې کومې چې بنده پۀ دُنيا کښې اخلي، دغه ساه ګانې هم شميرلے کيږي۔ ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د عبرت خبره ده، د مختلفو رپورټونو مطابق مونږه پۀ يوه ورځ کښې د 17 زرو نه تر 30 زرو ترمينځه ساه ګانې اخلو۔ اوس غور وکړئ! * مونږه پۀ موبائل کښې مصروفه وو * د دوستانو سره مو ګپونه لګول * پۀ فضولياتو کښې مشغول وو * پۀ ګناهونو کښې اخته وو * د سيل او چکرو د پاره تلي وو، اوس خو مونږه سوچ کوو چې ډير وخت پرې اونه لګيدو، بس يوه ورځ مو د سيل د پاره ايښودې ده۔ بس يو څو ګينټې مو ګپونه لګولي دي، پۀ موبائل کښې د مشغوليدو خو مو هيله نيمه ګينټه شوې ده۔ مونږه داسې ورځې او ګينټې شمارو خو د الله پاک پۀ نزد شميره د ساه ګانو ده، هلته دا شميره ده چې دې بنده څومره ساه ګانې پۀ فضولياتو کښې تيرې کړې، څومره ساه ګانې يـې د سوشل ميډيا پۀ پوسټونو کتلو تيرې کړې، څومره ساه ګانې يـې پۀ ګناهونو کښې تيرې کړې، څومره ساه ګانې يـې د نيکو نه اخوا، د الله پاک د فرمانبردارۍ نه اخوا د دُنيا پۀ مزو کښې تيرې کړې دي۔


 

 



[1]... در منثور، پارہ:16، سورۂ مریم، زیرِ آیت:84، جلد:5، صفحہ:538 ۔