Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د مدينے مُنَوَّرې د كونترو د ښپو خاوره په خپلو سترګو كښې اولګوله. شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ عاشقانِ مدينه ته د دې خبرې تلقين كوي، فرمائي:
خاکِ دَر کا لگا کے سُرمہ تُم راحتیں لوٹنا مدینے کی
(4) د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د عشقِ مدينه نه دي چې د مدينے شريف د څه څيز ذِكر وي، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د هغې د پاره الفاظ په ډير احتياط او ادب راجمع كوي، مَثَلاً په مدينه شريف كښې د سمت (يعني ښې/ ګڅ طرف وغيره) ذِكر كول وي نو سيدها طرف، ګڅ طرف نه وائي ځكه چې د مدينې مُنَوَّرې هر څيز سيدها دے، هلته يو څيز ګڅ نه دے، په دې وجه اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د ګڅ طرف په ځائ زړه طرف وائي (5) د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ يو د اِيمان نه ډك انداز دا هم دے چې هغوئي د مدينے مُنَوَّرې سنګريزې، كانړې او وَنې د خپل اِيمان ګواه جوړوي.
الله پاك دې مونږ ته هم د مدينے مُنَوَّرې بلكه د خوږ آقا، مكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هر نسبَت ښه ادب كولو توفيق راكړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد