Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
كله چې د مدينے مُنَوَّرے نه د رُخصتيدو وخت راغے نو د ډيره غمه بے قراره شوم، چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې د سلام عرض كولو د پاره روان شوم نو عجيبه حالت مې وو، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كوڅې ديوالونه مې ښكلول او مخ په وړاندې روان ووم، په دې دوران كښې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كوڅې يوے غنے زما سترګه په ډيره مينه ښكل كړه، چې د هغې نه لږه شان وينه را اووتله.
یہ زخم ہے طیبہ کا، یہ سب کو نہیں ملتا کوشش نہ کرے کوئی اس زخم کو سینے کی
بهر حال مواجهه شريف [يعني د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روضے مباركې] ته حاضر شوم، سلام مې عرض كړو او په ژړا ژړا د مسجِدِ نَبَوي شريف نه بهر را اووتلم او د غم نه ډك د مرشِد آستانے ته حاضر شوم او د بے قرارئ په حالت كښې مې خپل سر د مُرشِد په زنګونانو كيښودو، په ژړا ژړا مې هټكي شروع شو، مُرشِد (يعني سيدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) په ډيره مينه محبت زما په سر لاس كيښودو او كښينولم ئې، اوئې فرمائيل: بچيه! ته د مدينے مُنَوَّرے نه ځے نه، راځے.
اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ فرمائي: هغه وخت زه د خپل پير او مُرشِد په دې جمله پوهه نه شوم ځكه چې په ظاهره زه راتلم او مُرشِد فرمائي: ته ځے نه، راځے. خو [څه موده پس] زه ډير ښه د دې جملے په راز