Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
چې د اودس كولو د پاره استعمال شي د هغې) اوبو 5 صورتونه ليكل وو، په دې مقام اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ سرخي داسې وركړه: مَدِیْنَہ کے 5 حروف کی نسبت سے پانی کے مستعمل ہونے کی پانچ صُورتیں.
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! محترمو اسلامي ورونړو! ښكلے ښائسته انداز اوګورئ! خبره د مستعملو اوبو روانه ده، د مدينے د لرې لرې پورې ذِكر نشته، خو يو عاشِقِ مدينه خو عاشِقِ مدينه دے، چې قلم ليكل كوي او د مدينے ذِكر نه وي، عاشِقِ مدينه څنګه برداشت كولے شي؟ په دې وجه ئې اوليكل: مَدِیْنَہ کے 5 حروف کی نسبت سے پانی کے مستعمل ہونے کی پانچ صُورتیں. مقصد هم پوره شو، د مدينے ذِكر هم اوشو او د مدينے بركتونه هم حاصل شو.
نامِ مدینہ لے دیا، چلنے لگی نسیمِ خُلْد سوزِشِ غم کو ہم نے بھی کیسی ہوا بتائی کیوں
وضاحت: يعني زړه د مدينے له غمه بے تابه وو، مونږه د مدينے نوم واخستلو، د دې په بركت څومره هواګانے اوچليدې، اووايه! بيا مونږه د زړه د سوزيدو د پاره څنګه عجيبه دوا اوښودله؟
دا څه يوه موقع نه ده، د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په كتابونو او رسالو كښې به دا څيز تاسو ډىر زيات اومومئ چې هغوئي په خپل ليكلي تحريرونو كښې د نسبت فيضان ضرور شاملوي، چرته د غوث او خواجه نسبت، چرته د اِمام احمد رضا خان نسبت، چرته د صحابوؤ او اهلِ بيتو