Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

وي خوړلي نو د روژے نِيَّت كول واجِب دي. (جَوْهَره ج١ ص١٨٦)

* څوك په روژه ماتولو مجبوره كړے شو نو روژه خو ماتولے شي خو كه صبر ئې اوكړو نو اجر به حاصل كړي. (رَدُّالْمُحْتَار ج٣، ص٤٦٢)

* كه لوَږه او تنده داسې وي چې د هلاك (يعني مړ) كيدو صحيح ويره وي يا د نُقصانِ عقل [يعني عقل ته د نقصان رسيدو] انديښنه وي نو روژه دِ نه نيسي. (دُرِّ مُختار و رَدُّالْمُحْتَار ج٣ ص٤٦٢)

* فُقَهائے كِرام چې د روژه نه نيولو كوم رخصتونه بيان كړي دي په هغے كښې دا هُم داخل دے چې مريض ته د مرض زياتيدو يا زيات وخت كښې د ښه كيدو يا تندرُست ته د بيماريدو غالِب ګُمان وي نو اجازت دے چې په هغه ورځ روژه نه نيسي. د دې ګُمانِ غالِب حاصليدو دريم صُورت د يو مسلمان، حازِق طبيبِ مَستُور يعني غيرِ فاسِق ماهِر ډاكټر خبر هُم دے ليكن په دې زمانه كښې داسې طبيب (ډاكټر) پيدا كيدل ډير زيات مشكل دي نو اوس د ضرورتِ زمانه د لحاظ په وجه د دې خبرې اجازت شته چې كه يو قابِلِ اِعتِماد فاسِق يا غير مُسلِم طبيب (ډاكټر) هُم كه روژه نيول د صِحت د پاره نقصاني اوګرځوي او د روژے نه نيولو اُووائي او مريض هُم پخپله ظَن او تَحَرِّي (يعني ګُمان او سوچ) اوكړي چې روژه ماتولو يا نه نيولو باندې پوهه شي نو بيا كه هغه په خپل ظَنِّ غالِب (يعني مضبوط سوچ) باندې عمل اوكړو او روژه ئې ماته كړه يا ئې اُو نه نيوله نو هغه به ګنهګار نه وي او د روژے ماتولو په صُورت كښې به په هغه كَفّاره هُم لازِمه نه وي خو قضا به پرې په هر صُورت كښې ضرور فرض وي او په تَحَرِّي (يعني سوچ كولو)