Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره د کمال خبره کړې ده، ليکي:
نمازِ اَقصیٰ میں تھا یہی سِرّ،
کہ دَست بَسْتَہ ہیں پیچھے حاضِر، عِیاں ہوں مَعْنیِ اَوّل آخِر
جو سلطنت آگے کر گئے تھے
وضاحت: يعنې د معراج په شپه چې په مسجدِ اقصیٰ کښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټولو انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام ته د کوم لـمونځ امامت اوکړو په هغې کښې دا راز وو چې د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې مبارکو القاباتو: اَلاَوَّل او اَلآخِرُ معني واضحه شي، اوګورئ! هغه ټول انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَامکومو چې دنيا ته مخکښې تشريف راوړے وو، په ظاهره اګر چې هغوئي اَوَّل وو خو نن د معراج په شپه ټول د امامُ الانبياء په اِقتداء کښې [يعنې په هغوئي پسې] وروستو ولاړ دي، ګويا دا ښودلے کيږي چې مخکښۀ دُنيا ته راتلونکي اګر چې مخکښې راغلي دي خو د ټولو نه اَوَّل، د ټولو امام، د ټولو پيشوا هُم دا اَوَّل او آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے.
حضرت علامه بُوصِيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
وَقَدَّمَتْکَ جَمِیْعُ الْاَنْبِیَاءِ بِہَا وَالرُّسُلِ تَقْدِیْمَ مَخْدُوْمٍ عَلٰی خَدَمِ
يعنې: په بيت المقدس کښې ټولو انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخکښې کړلو، څنګه چې مَخدُوم د خپلو خادِمانو نه مخکښې وي.
(11-5): په اوؤ ځايونو کښې لـمونځ
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په مسجدِ اقصیٰ کښې د جَمعې سره د لـمونځ ادا کولو نه پس د آسمان سفر شروع شو، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بُراق تشريف فرما شي او د آسمانونو په لور وړاندې ځي، د هر بره ځائے نه نور بره ځي او په