Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

تاسو کله د کوم مړي په قبر کښې د کيښودو د پاره په فرنيچر جوړولو * په قبر کښې د ائير کنډيشن په لګولو * د رقم کيښودو د پاره د صندوق په جوړولو * په لوبو کښې د ګټلے شوؤ کپونو [ټرافيانو] او د دنيا د کاميابئ د سندونو د لګولو د پاره په المارئ جوړولو څوک ليدلي دي؟ نه به مو وي ليدلي او دا کار په شرعي طور صحيح هم نه دے، نو چې هر څه هم دلته پريښودل دي او تلل دي نو دا ډګريانې زمونږ د څه کار؟ د کوم دولت د پاره چې ټول عمر محنت او مشقت کوؤ، هغه به زمونږه څه مرسته اوکړي؟ د کوم منصب په وجه چې مونږه د شان او شوکت اظهار کوؤ، هغه به آخِر زمونږ څه پکار راشي؟ ځکه اوس هم وخت دے، د هوش نه کار واخلئ! او د قبر او آخرت تياري اوکړئ! ([1])

ہے یہ دنیا بےوفا، آخِر فنا                                 نہ رہا اس میں گدا نہ بادشَہ

اويريږئ۔۔۔!! د بيرته ګرځيدو د ورځې نه

په 3 سيپاره، سورۀ بقره، آيت: 281 کښې الله پاک فرمائي:

وَ اتَّقُوۡا یَوۡمًا تُرۡجَعُوۡنَ فِیۡہِ  اِلَی اللّٰہِ   (پارہ:3 ، سورۂ بقرہ:281)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او د هغه ورځې نه اويريږئ په کومه کښې چې به تاسو د الله طرف ته ګرځولے شئ۔

د يو قول مطابق د دې آيت مبارک معنیٰ دہ: اے ايمان والوؤ! اويريږئ د هغه ورځې نه چې کله به تاسو دا دُنيا پريږدئ او د آخِرت په سفر به روانيږئ۔ ([2])

آه! هغه ورځ چې کله به مَلکُ الموت عَلَیْهِ السَّلَام  تشريف راوړي، د بدن نه به رُوح راښکلے


 

 



[1]... قبر کی پہلی رات، صفحہ:18 -19 بتغیر قلیل  ۔

[2]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:3 ، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت :281، جلد:1، صفحہ:419   مفہومًا۔