Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

خواجه عثمان هَروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره سَيوِستَان ته لاړم، هلته مونږ د شيخ صَدرُ الدِّين محمد اَحمد سَيوِستَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له لاړو، هغوئي په يوه چوپړئ کښې اوسيدل، د الله پاک په ياد کښې به هر وخت مشغول اوسيدل، څوک چې به د هغوئي خوا ته حاضريدل، خالي لاسونه به نه تلل، شيخ احمد سَيوِستَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هر راتلونکي ته فرمائيل: د دې دَرويش د پاره د ايمان د سلامتيا دُعا اوکړئ! که چرې ما قبر ته خپل ايمان سلامت يوړلو نو غټ کار به اوکړم۔ (يعنې د دُنيا نه د ايمان سلامت وړلو سره قبر ته کوزيدل غټه کارنامه ده بلکه دا اصلي کارنامه ده چې انسان د نفس او شيطان نه خپل ايمان بچ کړي او سلامت لاړ شي)۔

شيخ اَحمد سَيوِستَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د مرګ او د قبر او د آخرت په باره کښې ډير فِکر مند اوسيدلو، کله چې به هم د هغوئي په مخکښې د مرګ او د قبر ذکِر کيدلو نو په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې به هيبت راتللو، بدن مبارک به ئې د ويرې نه ړچيدلو او دومره به ئې ژړل دومره به ئې ژړل چې مونږ به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا اوليدلو نو مونږ له به هم ژړا راغله۔ بيا به ئې فرمائيل: اے عزيزانو! چا له چې مرګ راتلونکے دے، مَلکُ الموت عَلَیْهِ السَّلَام  چې په چا پسې دے، چاته چې د قيامت په شان وحشتناکه ورځ ليدل دي، د هغه د خوب او د خندا سره څه کار۔۔۔!! داسې انسان په فضول څيزونو کښې څنګه مشغوليدے شي؟ بيا به ئې فرمائيل: اے عزيزانو! په قبرونو کښې ملاست مړي د ميږو او مارانو په ولقه کښې دي، د خاورو په قيد خانه کښې بند دي، که چرې تاسو ته د دوئي حال معلوم شي نو په ولاړه ولاړه به د مالګې په شان ويلې شئ! اے عزيزانو! لاړ شئ او د مرګ تياري شروع کړئ! مونږ ټولو ته [مرګ] يوه ورځ راتلونکے دے، کيدے شي چې مونږ د خپل ايمان په سلامت وړلو کښې کامياب شو۔۔۔!!

د دومره فرمائيلو نه پس خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سلګو اونيولو هغوئي ډير زيات اوژړل،