Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان نه پوښتنه اوکړه آيا تاسو ټول جنّت ته تلل غواړئ؟ هغوئي عرض اوکړو: آؤ جي يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! نو اوئې فرمائيل: خپل اُميدونه لَنډ کړئ، مرګ د سترګو د وړاندې ساتئ او د الله پاک نه د حيا حق ادا کوئ۔ ([1])

دِلا غافل نہ ہو یکدم، یہ دُنیا چھوڑ جانا ہے                     بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے

تو اپنی موت کو مت بھول، کر سامان چلنے کا                 زمیں کی خاک پر سونا ہے، اینٹوں کا سرہانا ہے

جہاں کے شَغْل میں شاغل، خدا کے ذکر سے غافل                        کرے دعویٰ کہ یہ دنیا، مِرا دائم ٹھکانا ہے

د مرګ د خيال راوستلو طريقه

اے عاشقانِ رَسُول! مرګ ياد ساتل پکار دي، د دې ډير فضيلتونه دي۔ د مرګ د يادولو، د دې د ياد ساتلو طريقه څه ده؟ په دې باره کښې شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه زمونږه تربيت کوي او فرمائي: ياد ساتئ! د غفلت سره به د مرګ د يادولو سعادت نه حاصليږي چې داسې خو انسان هميشه جنازې ويني او کله په خپلو لاسونو هم دا [مړي] قبر ته کوزوي، د مرګ د خيال راوستلو بهترينه طريقه دا ده چې * کله کله په تنهائيئ کښې زړه د هر قِسمه دنيائي خيالونو نه پاک کړې بيا وړومبے خپل هغه دوستان او خپلوان راياد کړې کوم چې وفات شوي دي * خپل ګير چاپيره اوسيدونکي خلق کوم چې وفات شوي دي په هغوئي کښې يو يو ياد کړې او په خيالونو کښې د هغوئي مخونه مخې ته راولې او خيال اوکړې چې * هغوئي څنګه په دُنيا کښې په خپلو خپلو منصبونو او کارونو کښې


 

 



[1]... الزھد لابن المبارک، باب الہرب من الخطایا والذنوب، صفحہ:126، حدیث:317 ۔