Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror
يعني په چا کښې چې دا 5 صفتونه دي، هغوئي د خپل رَبِّ کريم د طرف نه په هدايت باندې دي او دوئي په اَصل کښې کامياب دي۔ دا 5 صفتونه کوم کوم دي؟ د دې نه د ځان خبرولو د پاره د تفسيرِ صراطُ الجنان د سورۀ بقره د وړومبئ رکوع تفسير اولولئ! په هغې کښې يو صِفت دا دے، الله پاک اوفرمائيل:
ۚ وَ بِالۡاٰخِرَۃِ ھُمۡ یُوۡقِنُوۡنَ ؕ(۴) (پارہ:1 ،سورۂ بقرہ:4)
ترجمۀ کنزُ الايمان: او په آخِرت باندې يقين ساتي۔
معلومه شوه: کوم چې تقویٰ والا دي هغوئي په آخِرت باندې اِيقَان لري۔ د اِيقَان معنیٰ ده: ډير پوخ يقين، په کوم کښې چې د يوې ذرې همره هم شک او شُبه نه وي۔ چې کله د يو څيز په باره کښې دومره پوخ يقين شي نو هغه په زړه او دماغو باندې راخور شي، انسان د هغې خِلاف هيڅ سوچ نه کوي۔
حضرت حَسَنِ بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د آخِرت فِکر
د خپل وخت يو ډير لوئي امام، وَلِيِ کامِل حضرت اِمام حَسَن بَصَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په تقویٰ والوؤ کښې دے۔ علامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي چې: * امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې به کله تشريف راوړلو نو داسې به ښکاريدو لکه چې د نزدې دوست دفن کولو نه واپس راغلے وي * هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به داسې اوسيدل لکه چې اور د هغوئي په سر باندې زوړند وي * داسې به کښيناستلو لکه چې يو قيدي دے او اوس به د ده نه سر کټ کولے شي * سحر به ئې په داسې حالت کښې کولو لکه چې اوس د قيامت د وحشتونو نه تير شوے وي او راغلے وي * يو ځل د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چا د حال پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل: د سمندر په مينځ کښې چې د چا کشتئ ماته شي، هغه به هم زما نه په ښه حالت کښې وي۔ پوښتنه اوکړے شوه: داسې ولې؟ اوئې فرمائيل: زه ګنهګار بنده يم او کومې نيکئ چې مې کړې دي، هغه قبولې شوې دي، يا به زما په مخ باندې راويشتلے شي، ماته پته نشته۔([1])
حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د آخِرت فِکر
* حضرت سفيان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مَجلِس کښې خبرې