Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror
د دنيا په فِکرونو کښې اوسيدل د هلاکت سبب دے
د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مَسعُود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چا چې خپل ټول فِکرونه صِرف يو فِکر يعني د آخِرت فِکر جوړ کړو نو الله پاک د هغه د پاره د دُنيا د فِکر د پاره کافِي دے او د چا فِکرونه چې د دُنيا په حالاتو کښې مشغول شول نو الله پاک به د هغه پروا نه کوي چې هغه په کومه وادئ (دَره) کښې هلاکيږي۔ ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! د غور مقام دے! مونږه به خوراک په کوم ځائے کښې کوؤ! څه مو اغوستي دي؟ سحر خو مو اوخوړله، ماښام به د کوم ځائے نه راځي؟ مستقبل به څه وي؟ بوډاتوب به څنګه تيريږي؟ د ماشومانو مستقبل به څنګه وي؟ يو کاروبار خو روان شوے دے، اوس به بَل څنګه روانيږي؟ د يو ځائے نه ښه آمدن راځي، د آمدن نورې ذريعې به څنګه پرانستے شي؟ ګاډے، محل، بنګله به څنګه ميلاويږي؟ کاش! زه زر مالداره شم وغيره وغيره په زرګونو قِسم فِکرونه مونږ په زړه کښې پالو او ساتو ئې، په دې فِکرونو کښې سحر کيږي، په دې فِکرونو کښې شپه کيږي او ژوند داسې ختم شي۔ زمونږه آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کوم بنده چې داسې فِکرونه پريږدي، صِرف يو فِکر، د آخِرت فِکر خپل کړي چې ماته په قبر کښې، په حشر کښې، په پُلِ صراط باندې کاميابي حاصِلول دي، جنَّت ته تلل دي، الله پاک رضا کول دي، څنګه به ئې کووم؟ دا يو فِکر خپل کړي، الله پاک به د هغه د دې ټولو فِکرونو د پاره کافي شي او کوم بنده چې دا يو فِکر خپل نه کړي بلکه د دنيا په فِکرونو کښې پروت وي، د الله پاک هيڅ پروا نشته چې هغه د دوزخ په کومه وادئ (دَرَه) کښې هلاکيږي۔
غمِ روزگار میں تو مرے اشک بہہ رہے ہیں تِرا غم اگر رُلاتا تو کچھ اور بات ہوتی
نہ فُضول کاش! ہنستا، تری یاد میں تڑپتا مجھے چَین ہی نہ آتا تو کچھ اور بات ہوتی
یِہی آہ! فکرِ دُنیا مِرا دِل جَلا رہی ہے غمِ ہجر گر ستاتا تو کچھ اور بات ہوتی([2])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد