Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

کمې خبرې کول د مصطفٰے سُنَّت دي

د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين: (1) د انسان په خاموشئ باندې قائم پاتې کيدل د 60 کاله عِبادت نه بهتر دي۔([1])  (2) خاموشي د اعلیٰ درجې عِبادَت دے۔ ([2])

اے عاشقانِ رَسُول! کمې خبرې کول د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي * اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زمونږه آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوږدې خاموشئ والا وو۔ ([3]) * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ضرورت نه بغير د خلقو سره خبرې نه فرمائيلې، د هند بن ابو هاله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان دے چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ضرورت نه بغير خبرې نه فرمائيلې بلکه اکثر به خاموشه پاتې کيدلو ([4]) د خاموشئ نه مُراد دے: د دنيا د خبرو نه خاموشي ګنې د حضورِ اَقدَس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژبه مُبارکه خو به د الله پاک په ذِکر کښې لمده اوسيدله۔ ([5])  

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * خاموشي حِکمَت دے * د کمو خبرو سره عقل کامِل وي * کمې خبرې کول د عِبادَت چابي ده * د کمو خبرو سره د عبادت مزه نصيب کيږي * د کمو خبرو سره عزت، وقار او عِلم زياتيږي * څوک چې د ضرورت نه بغير د خبرو کولو نه ځان بچ کړي، هغه په شيطان باندې غالب اوسي۔ الله پاک دې مونږ ته هم د کمو خبرو کولو، صِرف د ضرورت خبرې د خُلې نه د ويستلو او د فضول بق بق کولو نه د بچ کيدو توفيق راکړي۔ 

آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن   صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

یا ربّ! نہ ضرورت کے سوا کچھ کبھی بولوں           اللہ زباں کا ہو عطا قفلِ مدینہ

ہر لفظ کا کس طرح حِساب آہ! میں دوں گا            اللہ زباں کا ہو عطا قفلِ مدینہ([6])

د امروزه دعاګانو زده کولو د پاره مدني پنج سُوره، د صفحه: 182 نه د 227 پورې اولولئ، د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبة المدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه 16 حصې او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 مخونو رساله 550 سنت او آداب واخلئ او اوئې لولئ!


 

 



[1]... شُعْبُ الْاِیْمَان، باب: حفظ اللسان، جلد:4، صفحہ:245، حدیث:4953۔

[2]... مسند الفردوس، جلد:2، صفحہ:417، حدیث:3849۔

[3]... شرح السنہ للبغوی، جلد:7، صفحہ:450، حدیث:3695۔

[4]... شمائل ترمذی، صفحہ:353، حديث:225۔

[5]... مرآۃ المناجیح، جلد:8، صفحہ:81۔

[6]... وسائل ِبخشش، صفحہ:93۔