Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror
سره د 100 کالو دي، خوبونه مونږ (په خپلو زړونو کښې) غټ غټ ساتلي دي۔ آه! پته نه لګي چې دا خوبونه به پوره هم شي که نه، بيا که چرې پوره هم شول، بيا هم مرګ خو بهر حال راتلونکے دے، قبر ته خو کوزيدل دي، د قيامت په ورځ د الله پاک په دربار کښې وړاندې کيدل خو دي۔۔۔!! خو افسوس! د قبر، د قيامت زمونږ سره هيڅ منصوبه نشته دے۔
يو ځل يو عقلمند کَس خپل يو دوست ته خط اوليکو او ډير د عبرت نه ډَک نصيحت ئې اوکړو، هغوئي اوليکل: دا دنيا يو خوب او آخرت بيداري ده د دې دواړو ترمينځه (يعني د خوب نه د راپاڅولو والا څيز) مرګ دے او مونږه د خوب په حالت کښې پريشانه، ګَډ وَډ خوبونه وينو۔ ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! دا حقيقت دے۔۔۔!! مونږه خوبونه وينو، ګَډ وډ پريشانه خوبونه او د هغه خوبونو د رښتيا کولو په خاطِر بَس ګَډې وَډې منډې وهو، منډې وهو، زمونږه منزل چرته دے؟ څه پته نشته؟ اودريدل چرته دي؟ هيڅ پته نشته؟ مرګ مخې ته ولاړ دے، د قبر کنده د سترګو د وړاندې ده او مونږه بالکل فِکر نه کوو۔
قَبْر میں مَیَّت اُترنی ہے ضرور جیسی کرنی ویسی بھرنی ہے ضرور
ایک دن مرنا ہے آخر موت ہے کرلے جو کرنا ہے آخر موت ہے
صحابئ رسول حضرت سَلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زه دريو کَسانو حيران کړم او زه چې د دوئي په باره کښې سوچ کووم نو خاندم: (1): اوږدو اُميدونو تړلو والا خو مرګ هغه لټوي (2): غافِل خو ولې د هغه نه غفلت نه کيږي (يعني اګرچه که مونږه غافِله شو خو زمونږ نه غفلت نه کيږي، زمونږه پوره نګراني کيږي، کراماً کاتِبين يعني عملونه ليکونکې فرښتې يو يو عمل ليکي، الله پاک مو ويني، زمونږه اندامونه، دا زمکه، ټول زمونږه خلاف ګواهان تياريږي، قبر هره ورځ مونږ ته غږ کوي، مَلکُ الموت عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک د حکم انتظار کوي، بَس حکم به اوشي او هغوئي به رُوح قبض کړي، غرض: څوک چې غافِله دي، د هغوئي نه غفلت نه کيږي، د هغوئي پوره نګراني کيږي) او (3): دريم کَس کوم ته چې حضرت سَلمَان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حيران دے، اوئي فرمائيل: په ډکه خُله خندا کولو والا خو