Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

نو مستقبل څه څيز نه دے، صرف او صرف حال (Present) دے، نن چې زه څه يم، سبا ماته جوړيدل دي که نه؟ ماته پته نشته۔ صِرف د يو خيالي (تصوراتي) څيز د پاره مونږه ټول منډې وهو، په مونږ کښې په لکونو خلق په دې منډو تَرړو کښې د قبر کندې ته رسيدلي دي، ډير زر به مونږه هم دغه کندې ته ورغورځيږو، دا دنيا، د دې دنيا عارضي او فاني مستقبل د نمرود، فرعون، هامان او قارون په شان د دنيا پرستو په کار رانغلے نو زمونږ به څه په کار راشي؟

د انسان، مَرګ او اُمِّيد مثال

د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مَسعُود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي: يوه ورځ د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو څلور ګوټې ډبه (Square Box) جوړه کړله، په هغې کښې ئې دننه يوه کرښه راښکله، بيا ئې د هغه کرښې دواړو اړخونو ته وړې وړې کرښې راښکلې، بيا ئې د هغه کرښې نه بهر يوه کرښه راښکله، بيا ئې اوفرمائيل: دا (يعني د ډبې دننه يوه کرښه) انسان دے او دا (يعني د دې نه ګير چاپيره څلور ګوټې ډبه) دا مرګ دے، کوم چې انسان راګير کړے دے، دا وړې وړې کرښې، مختلف آفتونه دي کوم چې په انسانانو پورې انختې دي، انسان د يو نه بچ کيږي نو بل ټَک ورکوي او دغه (يعني د ډبې نه بهر والا کرښه) د انسان اُمِّيد دے۔ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! دې عبرتناکه حديثِ پاک زمونږه د حالاتو پوره پوره عکاسي کړې ده۔ واقعي مرګ مونږه د څلور واړو اړخونو نه راګير کړي يو * که مونږه خپل ګير چاپيره د مرګ په اَسبابو (وَجو) باندې غور اوکړو * بجلي د مرګ ذريعه ده * زمونږه ګاډے د مرګ ذريعه ده * بيماري د مرګ ذريعه ده * زمونږه خوراک چې زمونږه (ګيډې ته) دننه (لاړ شي نو هلته) زهر هم جوړيدے شي، ځکه دا هم د مرګ ذريعه ده، داسې غور اوکړئ، مرګ مونږه د څلورو واړو اړخونو نه راګير کړي يو او مونږه په مختلف قِسمه مسئلو کښې انختي يو * کله بيماري راځي * کله غريبي راځي * کله د بچو فِکر * کله خپل فِکر * کله د خوراک فِکر * کله د ګَټې وَټې فِکر * مونږه په زرګونو قِسمه فِکرونو او مسئلو او آفتونو کښې راګير يو، ولې زمونږه اُميدونه د کلونو دي، مونږ ته دا پته هم نشته چې سبا به لمر وينو او که نه خو منصوبې زمونږ


 

 



[1]...بخاری، کتاب :الرقاق، باب:فی الامل وطولہ،صفحہ:1581،حدیث:6417 ۔