Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت يو ډير ښائسته اړخ

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! افسوس! مونږ د دنيا د مستقبل فِکر خو کوو ولې د آخِرت فِکر نه کوو۔ آه! د کوم ځائے مستقبل۔۔۔!! مستقبل خو لرې خبره ده سبا چا ليدلے دے؟ بلکه حقيقت خو دا دے چې مونږ ته د بَلې ساه هم عِلم نشته، پته نه لګي چې راځي به او که نه۔ صحابئ رسول حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل صحابي ابنِ صحابي حضرت اُسامه بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يوې مياشتې په قرض باندې يو څيز واخستو۔ په دې باندې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبردارے ورکړو او اوئې فرمائيل: آيا تاسو اُسامه ته حيران نه ئيئ، دا د يوې مياشتې په قرض باندې څيز اخلي؟ اُسامه اوږده اُمِّيدونه تړلي دي۔ په هغه ذات مې دې قسم وي! د چا په قبضه کښې چې زما ځان دے! زه چې خپلې سترګې اوغړووم نو ګمان کيږي چې بيا به د سترګو پټولو نه مخکښې زما رُوح قبض کړے شي، کله چې زه يوه لمړئ خُلې ته اچووم نو ګمان کيږي چې په دې به شخوند اونه وهلے شم، د دې نه مخکښې به مرګ راشي۔ بيا ئې اوفرمائيل: اے د آدم اولاده! که چرې عقل لرئ نو خپل ځان په مړو کښې شمير کړئ! ([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت څومره ښائسته اړخ دے۔ زمونږه آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به مرګ هر وختې مخې ته کيښودلو حالانکه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د وحي په ذريعه يقني طور معلومه وه چې اوس به مرګ نه راځي، دين به پوره کيږي، بيا به د دنيا نه رخصتي وي، د دې باوجود به هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مرګ هميشه مخې ته کيښودلو۔ يقيناً دا زمونږه د غلامانو د تعليم د پاره دي * ګنې نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مالِکِ جنّت دي، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شافِعِ محشر دي * د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شفاعت باندې به اُمتيان جنَّت ته ځي * د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره الله پاک د مقامِ مَحمُود وعده فرمائيلې ده * د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دنيا نه د رخصت کيدلو نه مخکښې الله پاک هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له اختيار ورکړلو چې محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که چرې په دنيا کښې قيام غواړئ نو ستاسو خوښه، که زمونږ خوا له راتلل غواړئ نو راځئ! هسې هم په انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام باندې مرګ صِرف د يوې لحظې د پاره راځي * زمونږه آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک په عطا سره اوس هم په خپل مزار مبارک کښې د دنيا د ژوند سره ژوندے دے۔

تُو زِندہ ہے وَاللہ! تُو زِندہ ہے وَاللہ                       مرے چشمِ عالَم سے چھپ جانے والے ([2])


 

 



[1]...موسوعہ ابن ابی الدنیا،کتاب:قصر الامل ،جلد:3 ،صفحہ:305 ،حدیث:6۔

[2]...حدائقِ بخشش،صفحہ:158۔