Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

توبه اوکړئ!

اے عاشقانِ رَسُول! نن شَبِ بَراءَت [يعني د نجات شپه] ده، دوزخ نه د خلاصي شپه ده، د بخښنې او مغفرت شپه ده۔ راځئ چې نن د ګناهونو نه رښتيني او پخه توبه اوکړو، په تير ژوند کښې چې رانه کوم ګناهونه شوي دي راځئ چې نن د خپل رَبِّ کريم نه د هٰغه ګناهونو د بخښنې سوال اوکړو، د حق دارانو حقونه ادا کړو او د نن نه په نيکو کارونو کښې مصروفه شُو او د خپل قبر و آخرت تياري شروع کړو۔ بيشکه زمونږه رب رَحْمٰن او رَحِيْم دے، د هغه رحمت ډير لوئي دے، که مونږه د زړه په اخلاص توبه اوکړو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! هغه به زمونږه بخښنه اومغفرت اوکړي۔ سيپارہ:24، سورۂ زُمَر، آیت:53 کښې ارشاد شوے دے:

قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤى اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِؕ-اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًاؕ-اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ(۵۳)  

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: ته اوفرمايه اے زما هٰغه بندګانو کومو چې په خپلو ځانونو زياتے کړے دے د الله د رحمت نه مه نا اُمِيده کيږئ، بيشکه الله ټول ګناهونه بخښي، بيشکه هُم هغه بخښونکے، مهربانه دے۔

د درې ځله دُعائے مغفرت برکت

امام اَبُو اللَّیث سمر قندی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: پخوانو قومونو کښې يو کس وو، هغه ډير ګناهونه کړي وو، يو ځل هغه د خپل تير ژوند د ګناهونو په باره کښې غور و فِکر اوکړو نو هغه ډير شرمنده شو او په خپلو ګناهونو پښيمانه شو او درې ځله ئې اُووئيل: اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ، اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ، اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ مولیٰ! ستا [له طرفه] بخښنه... اِلٰهی! ستا [له طرفه] بخښنه، اے اللہ پاکه! ستا [له طرفه] بخښنه۔ هغه له په هُم هغه ساعت مرګ راغے او الله پاک د هغه بخښنه اوکړه.([1])


 

 



[1]...تنبیہ الغافلین، صفحہ:53۔