Book Name:Nigah e Ghous Azam

اوشو) پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فوراً هلته تشريف يوړو، د دنيا نورو ابدالانو هم هلته تشريف يوړو، ټولو په يو ځائے د هغوئي د جنازے لمُونځ ادا کړو، د جنازے لمُونځ ادا کولو نه پس حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حکم اوفرمائيلو چې د قُسطُنطُنيه فلانکے کافر زما په حضور کښې پيش کړئ. هغه کافر فوراً پيش کړے شو، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه ته کلمه اووئيله، د هغه ظاهري حُليه ئې د مسلمانانو په شان جوړه کړه او په خپل يو نظرِ کرم ئې هغه د ابدال په مقام باندې فائز کړو او د وفات شوي ابدال په ځائے ئې مقرر کړو.([1])

بَد اخلاقه هلک توبه اوکړه

      حضرت ابو حسن قَوَّاس فرمائي: يوه ورځ زه او زما سره ډير خلق د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دِيدار د پاره روان شو، مونږ ټولو د خپلو مشکلاتو او پريشانو د حل د پاره د دعا د درخواست کولو اراده لرله، لاره کښې نور خلق هُم زمونږ سره ملګري شو. په هغوئي کښې يو هلک وو، ما هغه هلک پيژندلو، هغه ډير بد اخلاقه وو، اکثر به ناپاکه اوسيدو. خير! مونږ ټول بارګاهِ غوثيَّت طرف ته روان وو. اتفاقاً پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره مو په لار کښې ملاقات اوشو، مونږ ټول ورمخکښې شو او سلام هَم ورته اوکړو، يو يو کس ئې لاس ښکلولو هغه هلک چې بداخلاقه وو، کله چې د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لاس ښکل کولو د پاره ور وړاندې شو نو حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه خپل لاس مبارک لرې کړو، بيا ئې يو نظر هغه هلک طرف ته اوکتل، د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نظرِ کرم ئې برداشت نه کړے شو او بے هوشه شو او په زمکه پريوتو، کله چې په هوش کښې راغے نو فوراً ئې د خپلو بدو اخلاقو نه توبه اوکړه، بيا غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه سره لاس ملاو کړو.([2])


 

 



[1]...سیرت غوث الثقلین، صفحہ:167۔

[2]...سیرت غوث الثقلین، صفحہ:175۔