Book Name:Nigah e Ghous Azam

خوند حاصليږي، د تلاوت خوند ورنصيب کيږي، د ګناهونو نه ئې نفرت شروع شي او په نيکيو کښې ئې زړه اولګي.([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو اسلامي ورونړو! دا پینځه آيات دي، او مونږ واوريدل چې د مفسرينو د يو قول مطابق په دې کښې د اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ تَـعَالٰی اوصاف بيان شوي دي، اوس راځئ چې د دې آيتونو په رنړا کښې د سرکارِ بغداد، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت پينځه اړخونه واورو:

د غوثِ پاک د نظر په برکت د ظاهر او باطِن صفائي

الله پاک اِرشاد فرمائي:

فَالْعٰصِفٰتِ عَصْفًاۙ(۲) (پارہ30،سورۂ مرسلات:2)

ترجمه:  بيا په هغې قَسَم چې کومې انتهائي تيزې چليدونکي دي.

      يعني د [هٰغه] اوليائے کرامو قَسَم! کوم چې په خپل نظرِ کرم او روحاني تَوجُّه باندې د زړونو خيرے، ګندګي، د بدو عقيدو ګندګي، د بدو اخلاقو ګندګي او د ګناهونو ګندګي لرې کوي او ښکاره بيمارئ، پريشانئ، غم درد هُم لرې کوي.

غير مسلمه ته ئې کلمه اووئيله او د ابدال مرتبه ئې ورکړه

      منقُول دي چې د مُلکِ شام يو ابدال وفات شو (ابدال: د ولايت يوه درجه ده،) د رواياتو مطابق په دنيا کښې هر وخت څلويښت ابدالان موجود وي، کله چې په دوئي کښې څوک د دُنيا نه سفر اوکړي نو د هغه په ځائے بل مقرر کړے شي، چنانچه د مُلکِ شام د ابدال وِصال


 

 



[1]...مواعظ نعیمیہ، صفحہ:316۔