Book Name:Nigah e Ghous Azam

مقامِ ولايت طے کولو کښې مدد

      خوږو اسلامي ورونړو! حضرت پير سيد مهر علي شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاکستان مشهور و معروف شخصيت دے، په ګولړه شريف (راولپنډي) کښې به اوسيدلو، سيّد زاده هم دے، ډير زيات ښه عالم دين هم وو، او ولي کامل هم دے.

      1925ء کښې چې کله د پير مهر علي شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارک 66 کاله وو، په دغه دَور کښې به په هغوئي باندې يو کيفيت طاري کيدلو، که يواځې به وو او که د خلقو په مينځ کښې به وو بس هر وخت به ئې خاموشي اختيار فرمائيله، لږ لږ ساعت پس به ئې يو د خفګان شان اسويلے کولو او سر به ئې پورته کړو، د مخ مبارک رنګ به ئې کله زيړ شو، او کله سُور. د خپل معمول مطابق به ئې د دوو ګنټو د پاره د خلقو ملاقات له تشريف راوړلو خو په محفل به خاموشي خوره وه، د هغوئي مريدانو يا عقيدتمندو به چې کله دا حالت اوليدو نو بعضې وخت به په ژړا شو خو د پير مهر علي شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا کيفيبت مسلسل قائم وو.

هم په دغه زمانه کښې ملتان شريف کښې اوسيدونکي يو سيد صاحب ته په خوب کښې د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ديدار نصيب شو، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پير مهر علي شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې کيفيت په باره کښې تسلّي ورکړه او اوئې فرمائيل چې: مهر علي شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ولايت يو خاص مقام طے کوي، دې مقام طے کولو وخت کښې د مشائخو (يعني اوليائے کرامو) امداد هم نه راځي خو په دې مرحله کښې يو صاحب (يعني پخپله حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) مسلسل د هغوئي مدد او رهنمائي کوي.([1])


 

 



[1]...مہرِ منیر، صفحہ:324۔