Book Name:Nigah e Ghous Azam

شيخِ طريقت امير اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د ډير ښکلي او انتهائي اهم کتاب: مدني پنج سوره په صفحه:  263  کښې دا قصيده درج ده.

دولسو ديني کارونو کښې يو کار: هفته واره اجتماع

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په زړه کښې د عشقِ رسول زياتولو، فيضانِ غوثِ پاک، فيضانِ داتا و خواجه، فيضانِ اعلٰي حضرت، فيضانِ اولياء نه لمَن ډکولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوت اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ! د ذيلي حلقے دولسو مدني کارونو کښې د زړه د اخلاصه ډيره ډيره برخه اخلئ! او د دين و دنيا خير حاصل کړئ. د ذيلي حلقے دولسو دِيني کارونو کښې يو دِيني کار: هفته واره اجتماع هم ده.

تاسو هم هر جمعرات خپل ځائے کښې کيدونکې اجتماع کښې د اول نه تر آخره پورې شرکت کوئ! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دعوت اسلامي د سنتو ډکو اجتماع ګانو کښې بعضې وخت حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نظرِ کرم فرمائي: چنانچه

د نسخۀ بغدادي مدني سپرلے

      د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې: ما ته د سالانه يوولسمې په موقع باندې د دعوت اسلامي له طرفه کورنګئ کښې کيدونکي اجتماعِ ذِکر و نعت کښې د حاضرئ سعادت رانصيب شو، د سنتو ډک بيان په دوران کښې ”بغدادي نسخه“ بيان کړے شوه، د بيان نه پس په سلسلۀ عاليه قادريه رَضَوِيَّه کښې د بيعت کولو سلسله شروع شوه هم په دې دوران کښې په ناسته ناسته زه اُوده شوم، د سر سترګې مې چې څنګه بندې شوې نو د زړۀ سترګې مې اُوغړيدلې! څه ګورم چې د يوولسمې ځوان پير دستګير غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جلوه فرما دے او څادر مبارک ئې خور کړے دے، ما څادر اونيولو ماته داسې محسوسه شوه چې نورو خلقو هم څادر نيولے دے خو څوک نه ښکاري! د مائيک نه راتلونکي آواز مطابق ما د بيعت الفاظ