Book Name:Nigah e Ghous Azam

نوټ: د پاک و هِند طرف نه بغداد شريف د مغرب او شمال تقريباً بالکل مينځ کښے دے. دې لمُونځ ته غوثيه لمُونځِ او صلوةُ الاسرار وائي. حضرت علامه مُلّا علي قاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ډير ځله د غوثيه لـمونځ تجربه کړي ده، بالکل صحيح اوختله (يعني هره پيره زما مقصد پوره شو).

حُسْنِ نِیَّت ہو خطا پھر کبھی کرتا ہی نہیں

آزمایا ہے، یگانہ ہے دوگانہ تیرا([1])

وضاحت: دا خبره تجربه شوي ده چې په اخلاص سره غوثيه لمُونځ اوکړے شي نو ناکامي نه کيږي بلکه د کوم مقصد د پاره چې اوکړے شي هغه مقصد پوره کيږي.

(۲) قصيده غوثيه لولئ......!

      خوږو اسلامي ورونړو! د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روحاني توجه او د هغوئي د نظرِ کرم حاصلولو د پاره يوه طريقه د ”قصيدۀ غوثيه“ وِرد دے عاشقِ غوثِ اعظم، اميرِ اهلِسنت د قصيده غوثيه متعلق فرمائي: دا قصيده مبارکه د حضور سيدنا غوث الاعظم، محبوبِ سبحاني، قُطبِ رباني، شيخ عبدالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژبې مبارکې نه ادا شوي دي او زمونږ سلسله عاليه قادريه کښې دا وِرد د دولتِ ظاهري او باطني د حصول سبب دے. د دې 28  اشعار دي. د دې قصيدے ورد روزانه ډير زيات مفيد دے. د دې قصيدے مبارکې ورد د قُوتِ حافظه د پاره ډير مفيد دے.

د دې قصيدے وِرد کوونکي ته به په عربي وئيلو کښې بصيرت حاصليږي. د هر مشکل او سخت کار د پاره ئې روزانه څلويښت ځله لولئ. کوم کس چې دا قصيده مبارکه خپلې مخې ته کيږدي او درې ځله ئې اولولي نو مقبولِ بارګاهِ غوثيت به شي او د حضور سيدنا غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ديدار نه به مشرَّف شي. ان شاءاللهُ الکريم!


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:20۔