Book Name:Nigah e Ghous Azam

پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هغه ماشوم باندې خپل لاس مبارک کيښودو او اوئې فرمائيل: قُم بِاِذنِ الله! د الله پاک په حکم اودريږه......! بس دا وئيل وو چې د هغه ماشوم معذوري ختمه شوه او هغه صحيح سلامت اودريدو، بيا غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دويمه ټوکرئ باندې لاس کيښودو او اوئې فرمائيل: په دې کښې تندرسته ماشوم دے. کله چې ټوکرئ کولاوه کړے شوه نو واقعي په هغې کښې تندرسته ماشوم وو، د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا ژوندے کرامت ئې چې کله اوليدو نو هغه ټولو بدمذهبو د خپلو بدو عقيدو نه توبه کړه او ريښتوني عاشقانِ رسول جوړ شو.([1]) 

ایمان اس کا بچ گیا شیطان سے، جو تیرے       ہے سلسلے میں آ گیا بغداد والے مرشد([2])

غير مسلمه کلمه اووئيله

       نقل شوې دي چې يوه ورځ پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يوه محلّه تيريدلو، نو اُوئې ليدل چې يو مسلمان او غير مسلمه خپل مينځ کښې جنګ کوي، غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جنګ ختمولو د پاره د هغوئي خواه ته نزدے تشريف يوړو او تپوس ئې ترينه اوکړو: ولې جنګ کوئ؟ مسلمان عرض اوکړو: عالي جاه! دا غير مسلمه وائي چې زمونږ نبي حضرت عيسٰی عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم ستاسو د نبي حضرت محمد صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه افضل دے.

دا ئې چې واوريدل نو حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه غير مسلم ته اوفرمائيل: ستا سره څه دليل دے چې حضرت عيسٰي عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم زمونږ د نبي نه افضل دے؟ عيسائي اووئيل: زمونږ نبي حضرت عيسٰي عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم به مړي ژوندي کول. حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: زه خو نبي نه يم، خو که زه مړے راژوندے کړم نو آيا ته به زمونږ د نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه اووائې


 

 



[1]...قلائد الجواہر، صفحہ:137-138۔

[2]...وسائلِ بخشش، صفحہ:546۔