Book Name:Nigah e Ghous Azam

اوس واورئ د الله پاک فرمان:

وَّ النّٰشِرٰتِ نَشْرًاۙ(۳)  (پارہ30،سورۂ مرسلات:3)

ترجمه: او قَسَم دے په ښو خوريدونکو باندې.

يعني اوليائے کرام هغه دي چې د اسلام جنډه پورته کوي، کوم طرف ته چې تَوجُّه اوفرمائي هلته د حق جنډه پورته شي او دنيا کښې د اسلام زبردست اشاعت کوي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د شيطاني وسوسو علاج

      خوږو اسلامي ورونړو! بعضې خلق چې د اوليائے کرامو داسې کرامات واوري نو په مختلفو شيطاني وسوسو کښې اخته شي، مثلاً وائي: دا څنګه کيدے شي؟ ژوندي کول او مرګ ورکول خو د الله پاک په اختيار کښې دي، يو انسان څنګه مړي ژوندي کولے شي؟ څوک چې يو ځل مړ شي، د هغه واپس دنيا ته راتلل، ژوندي کيدل خو ممکن نه دي؟

      د دې ټولو وسوسو دا جواب دے چې الله پاک فرمائي:

وَ مَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا(۲۰)  (پارہ:15،سورۂ بنی اسرائیل:20)

ترجمه: او ستا د رب په ورکړه باندې هيڅ بنديز نشته.

      معلومه شوه چې د الله پاک په ورکړه هيڅ بنديز نشته، الله پاک چې څومره غواړي، څه غواړي عطا کوي ئې. که الله پاک خپل يو بنده ته د مړي ژوندي کولو طاقت ورکړي نو د چا څه مجال چې په الله پاک باندې اعتراض اوکړي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! زمونږ هم دا عقيده ده چې د الله پاک د عطا نه بغير په خپل ذاتي طاقت باندې مړي ژوندي کول خو لرې خبره ده، څوک يوه پانړه هم نه شي خوزولے او چې الله پاک طاقت او اختيار ورکړي نو بنده مړي هم ژوندي کولے شي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته الله پاک دا طاقت ورکړے وو چې هغوئي به مړي ژوندي کول. اوس څوک شته چې په الله پاک باندې اعتراض اوکړي؟